ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا د افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کاناډا د افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیونه ډالر مرسته وکړه

author avatar
16 Dec 2023 - 13:53
کاناډا د افغان کډوالو لپاره ۲۱ میلیونه ډالر مرسته وکړه
author avatar
16 Dec 2023 - 13:53

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، په پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې یې د افغان کډوالو لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیون امریکايي ډالر د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته سپارلې دي.

د کاناډا د کډوالۍ وزیر مارک مېلر پرون په ژنیو کې د «کډوالو نړۍوال فورم» ناسته کې ویلي چې هېواد یې په منځنۍ اسیا او پاکستان کې د افغان کډوالو لاسنیوي په موخه ۲۱ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دا مرسته یې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته سپارلې او کوربه هېوادونو ته د افغان کډوالو د اړتیاوو پوره‌ کولو په موخه ورکول کېږي.

د سرچینې څرګندونو له مخې، دغه هېواد په ناامنو شرایطو کې د ښځو، مذهبي او توکمیزو لږکیو، د بشري حقونو مدافعانو په ګډون د ځپل‌شوو خوندیتوب او بیا مېشتېدنې ته ژمن دی.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټه راهیسې ۴۳ زره او ۸۳۵ افغان کډوال یې یاد هېواد ته لېږدولي دي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.