کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): یو شمېر زدهکړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یو کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان بولي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
له نن څخه یو کال مخکې د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه لوړو زدهکړو وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره تر دویم امر پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.
اوس له دغه اقدامه د یو کال په تېرېدو سره – چې له غبرګونونو سره هم مخ شوی – یو شمېر زدهکړیالانې د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان او د ټولنې د نیمايي نفوس په حق کې جفا بولي او د هواري غوښتنه یې کوي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دويم کال محصلې سارا صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل: «يو کال تېر شو خو لا هم پوهنتون ته د تګ اجازه نه لرو، پوهنتونونو ته زموږ پر تګ بنديز ما ډېره ځوروي.»
هغې د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل: «زه غواړم چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ټولو نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې پرانستل شي، زه د يوې مسلمانې او افغانې نجلۍ په توګه د شرعي حجاب له مراعاتولو سره کومه ستونزه نه لرم؛ ځکه چې حجاب یو الهی امر دی.»
هغه وايي چې د نجونو پر مخ د پوهې او زدهکړو د دروازو تړل کېدل د کورنيو او هېواد لپاره د ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي.
سحر نيازۍ چې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم ټولګي زدهکړیاله وه وايي، له دې بنديز سره به له راتلونکو څو کلونو وروسته په هېواد کې ښځينه ډاکترانې نه وي.
سحر زدهکړې خپل حق وباله ویې ویل: «هېڅوک حق نه لري، دوی له هغو حقوقو محرومې کړي چې خدای ج ورته ورکړي دي.»
نبيلا د غالب خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي د درېيم کال محصله وه چې د لوړو زدهکړو موسسو ته د نجونې پر تګ بندیز ولګېد.
هغې وويل: «موږ نجونو د جمهوريت پر مهال هم اسلامي حجاب مراعات کاوه؛ ځکه چې حجاب یو الهی امر دی او په هره مسلمانه نجلۍ یې رعایت فرض دی، له تحول وروسته هم ټولو محصلینو حجاب رعایت کاوه، زموږ ټولګي څه چې ان زموږ درسي ورځې له هلکانو جلا شوې او زموږ د درسونو د بندېدو لپاره هیڅ دلیل نه و.»
دغې نجلۍ وویل چې په پوهنتون کې درې کاله اولنمره وه او زیاته یې کړه: «زه فکر کوم چې که زموږ د زده کړو پروړاندې خنډ ګرځي، نه يوازې موږ او زموږ کورنۍ ته به زيان ورسیږي، بلکې د هېواد پرمختګ ته به هم نه جبرانېدونکی زیان واړوي.»
یادو نجونو د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له امله د دوی بېبرنامهګۍ ته په اشارې وویل، له اسلامي امارته غواړي چې د پوهنتون دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.
يو شمېر کارپوهان او ديني عالمان هم زدهکړه د هر انسان حق بولي او وايي چې نجونې هم د هلکانو په شان د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د زدهکړو حق لري او دا هغه حق دی چې الله ج دوی ته ورکړی دی.
ديني عالم عبدالرحمن صافي وويل، په اسلام کې د علم زدهکړه پر ښځه او نر فرض بلل شوې او اسلام ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکړې ده.
د اسلامي مسایلو کارپوه صالح صدر وايي چې نجونو ته دې د زدهکړو اجازه ورکړل شي خو زیاته یې کړه، د نجونو ټولګي باید له هلکانو جلا وي، استادان یې باید ښځینه وي، د ټولګیو وخت له یوبل جلا وي او ان نجونو ته دې نوې اسانتیاوې رامنځته شي.
له پرله پسې هڅو سره سره مو د نجونو محصلینو د یادو غوښتنو په اړه د حکومتي چارواکو نظر ترلاسه نه شو کړای، خو چارواکو له دې مخکې تل ویلي چې دا بندیز دایمي نه دی او د حل لپاره یې هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP