ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د سون‌توکو بیې کنټرول کړي

هرات کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د سون‌توکو بیې کنټرول کړي

author avatar
23 Dec 2023 - 15:11
هرات کې یو شمېر خلک وايي، حکومت دې د سون‌توکو بیې کنټرول کړي
author avatar
23 Dec 2023 - 15:11

هرات (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د هرات ځيني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د ډېرې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای سون توکي وپېري.

هغوی وایي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې ټيټېدو سره بیا هم د سون توکو بیې لوړې دي، له حکومته غواړي څو په بازارونو کې نرخونه کنټرول کړي.

هرات کې یوه ریکشاچلوونکي امید چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، روزمره د ده په ګډون زرګونه کسان په خپلو ریکشاوو د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په موخه کار کوي، د دې ترڅنګ چې کاروبار یې پيکه دی، د پټرولو بیه هم تر ۷۵ افغانۍ ده او دوی په ډېره ستونزو د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

نوموړي وویل چې اوسمهال د هرات اوسېدونکي په خپلو وسایطو کې معمولي او بې‌کیفیته تېل په لوړه بیه کاروي او دغه راز په ژمي کې د ګاز بیه هم لوړه ده.

دی له حکومت غواړي چې نرخونو دې داسې تنظیم کړي څو د ټولنې ټيټه طبقه خلک هم وکولای شي چې خپل ژوند پر مخ یوسي.

د هرات یوه بل اوسېدونکي صبغت‌الله هم د سون توکو د لوړو بیو د تایید ترڅنګ د ډالر ټيټېدو ته په اشارې وویل، که څه هم د افغانۍ پر وړاندې ډالر ټيټ شوی، خو بیا هم په بازارونو کې د سون توکو بیې لوړې دي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د ژمي په رارسېدو سره دې د بازار د کنټرول برخه کې لاس په کار شي څو بیې ټیټې شي او د بې‌وزلو کورنیو ستونزې حل شي.

بلخوا، د هرات د نفتي توکو شرکت رییس سید حفیظ‌الله عاصم له پژواک سره په خبرو کې د سون توکو د بیو لوړېدو په اړه د خلکو اندېښنې رد کړې او ويې ویل چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی، خو په هرات کې د ژمي راسېدو پرته هم بیې نه دي لوړې شوي.

د هرات د نفتي توکو شرکت رییس وویل: «کله چې په بازار کې تقاضا ډېره شي، بیې هم ورسره لوړېږي چې اوس په نړۍوالو بازارونو کې هم قیمتونه لوړ دي، موږ کوم مشخص شاخص هم نه لرو چې له مخې یې بیې لوړې شوي وي او وارداتو ته په کتو بیې په اساسي ډول کنټرولېږي.»

په ورته وخت کې د هرات د ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل پژواک ته وویل چې د خلکو اقتصادي وضعیت او د وارداتي توکو بیو ته په کتو د دې ادارې ګرځنده کنټرولي ټیمونه هره ورځ او هره اونۍ بېلابېلو اصنافو ته نرخ‌پاڼې ورکوي او د دغو نرخپاڼو تطبیق په موخه ټيمونه په منظم ډول فعالیت لري.

هغه د نرخونو په اړه وویل، ځيني نړۍوال فکټورونه دي چې پر بیو اغېز کوي.

ارمل زیاته کړه، ښاروالۍ د سون توکو او لومړینو توکو لپاره نرخ‌پاڼې ټاکلې او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بیو کې بدلون راولي.

نوموړي وویل، که څوک په داسې کړنو لاس پورې کړي له هغو به پوښتنې ګروېږنې کېږي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.