Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې یو ماشوم له تښتولو وروسته وژل شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار له مرکز جلال‌اباد ښاره د الیاس مومند په نوم تښتول شوی ماشوم وژل شوی خو حکومتي مسوولين وايي چې امنيتي او کشفي ارګانونه د هغه د قاتلینو په لټه کې دي.

تېره پنجشنبې (د لېندۍ ۳۰مه) غرمه مهال د محمدالياس مومند په نوم یو ماشوم د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحيې د عيدګاه جومات له ساحې نادرکه شوی و او وروسته یې پلار د هغه د ورکې اعلان خپور کړی و.

د محمدالياس مومند پلار انګار مومند د مرغومي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پنجشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې يې د خسر مبایل ته زنګ وهل شوی، ورته ويل شوي چې لمسی يې له دوی سره دی.

نوموړی وايي، انسان‌تښتوونکو یې د زوی د خلاصون په بدل کې ۵۰ زره ډالر غوښتي وو خو ده يې د ورکولو توان نه درلود.

هغه زیاتوي، د يکشنبې په شپه (د مرغومي ۲مه) د شپې ۹ بجې ورته زنګ راغی چې زوی يې ورته د کور مخې ته غورځولی دی.

هغه وويل: «زه چې کله بهر لاړم، زموږ له کوره دوه درې کوره ها خوا يوه تنګه کوڅه ده، هغې کې په کمپل کې پروت و، ما چې غېږ کې راواخيست چې ومې کتل، مخ يې پړسېدلی و، خپلوانو مې رانه واخیست او ما چغې کړې.»

انګار مومند له مسوولينو غواړي چې د زوی قاتلين يې ونيسي، قانوني سزا ورکړي څو په راتلونکي کې بله کورنۍ له داسې وضعيت سره مخ نه شي.

بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون هم پژواک ته تاييد کړه چې ياد ماشوم د انسان‌تښتوونکو له لوري وژل شوی دی.

هغه ډاډ ورکړ چې امنيتي او کشفي ادارو د نوموړي د قاتلينو نيولو هڅې پيل کړې او له نيول کېدو وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.

پر ټولنيزو رسنيو هم د الياس مومند د وژل کېدو پېښه په پراخه کچه غندل شوې او  خلکو له مسوولينو د نوموړي د قاتلينو د نيولو غوښتنه کړې ده.

Views: 743

Exit mobile version