Pajhwok Afghan News

کندوز کې یوه قومي مشر د خلکو ترمنځ لسګونه شخړې هوارې کړې دي

کندوز (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): کندوز کې یوه قومي مشر تېرو دوو کلونو کې په خپل شخصي لګښت د خلکو ترمنځ لسګونه لویې او وړې شخړې هوارې کړې دي.

۴۰ کلن حاجي اغامیر ناصري چې د کندوز ښار د چرخ‌اب سیمې اصلي اوسېدونکی دی، له کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د ناصري قوم استازولي کوي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې تېرو دوو کلونو کې یې په خپل شخصي لګښت نږدې د خلکو۲۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل کړې دي.

هغه زیاتوي چې د دغو شخړو له ډلې ۵۰ قصیې د قتل او نورې حقوقي، جنایي او کورنۍ ستونزې دي چې د هغه، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په هڅو سره پای ته رسېدلې دي.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې لېوالتیا او زړه‌سوی راته پیدا شو او پرېکړه مې وکړه چې د خلکو ترمنځ سوله او ورورولي رامنځته کړم، د خلکو خدمت وکړم او ستونزو ته یې رسېدنه وکړم، په افغانستان کې ډېر انقلابونو تېر شوي چې په هر کلي او قصبه کې خپلمنځي ستونزې شته.»

د هغه په خبره، له هغه وخته چې دغه کار یې پیل کړی، د شخړې له دواړو اړخونو د کوم امتیاز او بل چا له مرستې پرته یې دغه کار پرمخ وړی او ډېرو مواردو کې یې د قومي جرګو د جوړولو لګښتونه پر خپله غاړه اخیستي دي.

نوموړي زیاته کړه: «په یوه ځای کې مو داسې شخړه حل کړه چې ۱۰ قتلونه په‌کې شوي وو، موږ له ۲۶ کلونو وروسته دوې کورنۍ سولې ته سره ورسولې او یو بل یې غېږ کې ونیول، دا زموږ لپاره تر ټولو لوی افتحار دی.»

په همدې حال کې، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان هم د شخړو د هواري برخه کې د ناصري له هڅو هرکلی کوي او وايي، په دې وروستیو کلونو کې هغه توانېدلی څو د خلکو ترمنځ ډېر شمېر دښمنۍ په سوله او دوستۍ بدلې کړي.

د کندوز اوسېدونکی بریانی همنوا د ناصري په اړه وویل: «موږ د اغامیر ناصري له هڅو هرکلی کوو، هغه یو قومي شخصیت دی چې کلونه کېږي د خلکو ترمنځ د شخړو هواري برخه کې فعالیت کوي.»

کندوز کې مدني فعال ضیاءالدین زیارمل د ناصري په اړه وویل: «اغامیر ناصري د قومونر ترمنځ د شخړو په هواري کې یو اغېزناک شخصیت دی، جرګې په افغانستان کې د اختلافاتو او دښمنیو په حل کې ښه رول لري، موږ له نورو قومي مشرانو هم د دغه ډول اقداماتو غوښتنه کوو.»

بلخوا، کندوز کې د سرحدنو، قومونو او قبایلو ریاست مسوولین هم د خلکو ترمنځ د شخړو په هواري کې د ناصري له هڅو هرکلی کوي.

د کندوز د سرحدنو، قومونو او قبایلو ریاست د پروګرامونو امر حمیدالله احمدي په دې اړه وویل: «د ناصري شورا رییس حاجي میراغا ناصري ډېرې هڅې کړې، موږ د سرحدنو، قومونو او قبایلو ریاست د پالېسۍ پر اساس د شوراګانو له هڅو ملاتړ کوو، په کندوز کې ۲۲ شوراګانې شته او موږ هڅه کوو څو دغه ۲۲ شوراګانې په یوه شورا بدلې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې قومي جرګو افغانستان کې د خلکو ترمنځ د شخړو او دښمنیو هواري په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی.

Views: 122

Exit mobile version