Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت پر نهو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): مالیې وزارت وایې چې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او د دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو یې د نهه قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سوداګرو او صنعتکارانو د غوښتنې له مخې، له کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او دولتي عوایدو ودې اصل ته په کتو سره په یو شمېر وارداتي اقلامو د ګمرکي تعرفې لوړېدو په اړه پرېکړه شوې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي، له رومیانو څخه جوړ شوې کیچپ ګمرکي تعرفه له لس سلنې څخه ۳۰ سلنې ته، د کالیو مینځلو پوډر ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې ته، د ګوګړو ګمرکي تعرفه له پنځه څخه لس سلنې ته، لاساني تختې «MDF» ګمرکي تعرفه له پنځه څخه اته سلنې ته لوړه شوې ده.

همدارنګه په اعلامیه کې زیاته شوې چې د اوسپنیزو میخونو ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۱۲ سلنې ته، د اغزن تار «سیم خاردار» ګمرکي تعرفه له ۸ سلنې څخه ۱۶ سلنې ته، د ډیجیټلي تلې ګمرکي تعرفه له ۲،۵ څخه ۵ سلنې ته، د ترېشل ماشینونو ګمرکي تعرفه له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې ته او د ژوندي چرګانو ګمرکي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

مالیې وزارت ویلي، په ‌دغو توکو باندې په داسې حال کې تعرفه  لوړېږي چې د دغو توکو بدیل په افغانستان کې تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل نه دی چې مالیې وزارت په وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړوي بلکې له دې مخکې یې هم په ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.