ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کونځل غوړیو بیه بې‌ساري لوړه شوې ده

بلخ کې د کونځل غوړیو بیه بې‌ساري لوړه شوې ده

author avatar
3 Jan 2024 - 11:59
بلخ کې د کونځل غوړیو بیه بې‌ساري لوړه شوې ده
author avatar
3 Jan 2024 - 11:59

مزارشریف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): بلخ کې د کونځل غوړيو يو شمېر توليدوونکي وايي چې بهر ته د کونځل دانو صادراتو له امله په دغه ولایت کې د هغو د غوړيو بیه بې‌سارې لوړه شوې ده.

په بلخ کې دا مهال د کونځلو یو کیلوګرام غوړي په ۴۰۰ افغانۍ پلور کېږي، حال دا چې دوه کاله مخکې یې بیه یوازې ۲۰۰ افغانۍ وه.

د کونځل غوړیو تولیدوونکي له حکومته غواړي چې د کونځل دانو پر صادراتو بندیز ولګوي.

بلخ کې د کونځل غوړیو یوه تولیدوونکي جمعه‌مراد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اورښتونو کموالي له امله د کونځلو حاصلات کم شوي او ترڅنګ يې د کونځلو دانې بهر ته هم صادریږي.

هغه زیاته کړه، یاد دوه موارد د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې د کونځل غوړیو بیه له نیمایي ډېره لوړه شي.

دی وایي، دوه کاله مخکې د کونځلو یو کیلوګرام غوړي له ۲۰۰ افغانیو په کمه بیه پلورل کېدل خو اوس يې بیه ۴۰۰ افغانیو ته لوړ شوې ده.

نوموړي له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د کونځل دانو پر صادراتو بندیز ولګوي.

دغه راز یو بل تولیدوونکی پروېز هم وایي، سږ کال د کونځلو کښت او حاصلات کم شوي چې له امله یې د غوړيو بیه په بې‌ساري توګه لوړه شوې ده.

پروېز پژواک ته وویل: «دا چې د کونځلو کښت کم شوی او ډېری کروندګرو د انجې او نورو بوټو کرلو ته مخه کړې، په بازار کې کونځلې کمې شوې او د غوړیو بیه یې هم لوړه شوې ده.»

خو بل لور ته، خلک بیا وايي چې د کونځل غوړیو بیه باید بېرته د پخوا به څېر شي.

د مزارشریف اوسېدونکی خیرالدین وویل چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې په پخلي کې د کونځلو له غوړیو کار اخلي.

هغه زیاتوي چې د کونځل غوړي هم روغتیایي ګټې لري او هم یې خوند له نورو غوړیو متفاوت دی.

دی ټینګار کوي چې د کونځل غوړیو بیه باید بېرته د پخوا په څېر شي، څو خلک ګټه ترې واخلي.

بلخوا د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شمس‌الدین خالد د دې ستونزې په تايید وایي، هڅه کوي څو بهر ته د کونځلو صادراتو مخه ونیسي.

خالد دغه راز د کونځل غوړیو تولیدوونکو ته ډاډ ورکړ، ویې ویل چې دغه ریاست په هره برخه کې د کروندګرو، تولیدوونکو او بڼوالو ملاتړی دی.

د یادونې ده، د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي د کونځل له غوړيو تر ډېره په قابلي پلو یا وریجو کې استفاده کوي.

Views: 164

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.