کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.
دوه ورځې مخکې په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه دوو چاودنو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې د امریکايي ځوانونو په هوايي برید کې ووژل شو.
فارس خبري اژانس د ایراني چارواکو په حواله ویلي: «د کرمان د ترهګریزې پېښې په شهیدانو کې ۱۲ افغانان هم شته چې د کرمان شهیدانو ګلزار زیارت ته روان وو.»
د ایران په کرمان کې وروستۍ چاودنې د نورو هېوادونو ترڅنګ د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت هم غندلې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ايکسپاڼه لیکلي و چې اسلامي امارت د ایران له دولت په ځانکړې توګه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي.
Views: 235
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن