ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې دي

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
6 Jan 2024 - 15:03
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
6 Jan 2024 - 15:03

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې خو د سرو‌زرو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۲ څخه ۶۶ افغانیو ته او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۶۱ څخه ۶۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

دغه راز، د کابل ښار کلوله‌پشتې سیمې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلو ګاز بیه له ۵۱ څخه ۵۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د نفتي توکو پلورونکي د بیو ټیټېدو لامل د سالنګ لویې لارې پرانېستل، نړۍ‌والو بازارونو کې د بیو ټيټېدل او د وارداتو ډېروالی ګڼي.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن ‎په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د سالنګ لوی لارې پرانیستل کېدو او د اوړو د وارداتو ډېرېدو له امله یې د کابل ښار په بازارونو کې هم بیې ټیټې شوې دي.

خو نوموړی وايي، نن د تېرې شنبې په څېر ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر پرچون توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغاني، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سروزرو بیې

د کابل په تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سروزرو بیه له ۳۸۰۰ څخه ۳۸۵۰ افغانۍ او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۲۹۰۰ څخه ۲۹۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.‎

د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو د بیو بدلون نړۍوالو بازارانو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو بدلېږي.

د یادوني ده، د مرغومي په ۹مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.