چاریکار (پژواک، ٢٢ مرغومی ١٤٠٢): د پروان امنيه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې دوه انسانتښتوونکي ووژل شول او یو زرګر يې له بنده راخوشی شو.
د پروان امنې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار څلورمه امنیتي حوزې سیمه کې د استخباراتو ریاست منسوبینو د اوپراتيفي راپور پر بنسټ د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې یو زرګر د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې د انسانتښتوونکو له څلور کسیزې ډلې دوه یې ووژل شول او دوه نور له سیمې وتېښتېدل.
سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې دوه کلاشینکوفونه، شپږ شاجوره، یو فورنر موټر او یو موټرسایکل د امنیتي منسوبینو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP