ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ولادي فیستولا اخته ځینې مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي

پر ولادي فیستولا اخته ځینې مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي

author avatar
16 Jan 2024 - 09:53
پر ولادي فیستولا اخته ځینې مېرمنې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي
author avatar
16 Jan 2024 - 09:53

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): پر ولادي فیستولا اخته یو شمېر مېرمنې وايي، پر دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د خپلو مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې او دغه کار دوی ته د سختو ټولنیزو او رواني ستونزو پیدا کېدو لامل شوی دی.

ولادي فیستولا یوه غیرطبیعي مجرا یا تشه ده چې سختو زېږونونو له امله د ښځو په مثانه یا د کولمو په وروستۍ برخه (رکتوم) کې رامنځته کېږي چې پایله کې یې ناروغ خپل ادرار، غایطه مواد یا د معدې باد نه شي کنټرولولای.

د ډاکټروانو په خبره، هغه ښځې له دې ناروغۍ سره ډېرې مخ کېږي چې په کم عمر کې واده کوي.

د بادغیس د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکې مرجان (مستعار نوم) هغه مېرمن ده چې له دوولسو کلونو راهیسې پر ولادي فیستولا اخته ده چې له امله یې له ستونزو سره مخ ده.

یادې ۳۳ کلنې مېرمنې چې د کابل په کیور روغتون کې یې له عملیات وروسته له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل، ولادي فیستولا له امله انزوا کې شوې او له خلکو یې لرېوالی غوره کړی؛ دا چې خپل ادرار او غایطه مواد یې نه شو کنټرولولای نو ټولنه کې په اوسېدو شرمېده.

مرجان له لنډې چوپتیا وروسته په داسې حال کې چې پر مخ یې اوښکې راروانې وې، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له امله یې سره له دې چې خپل روحي ارام او جسمي روغتیا له لاسه ورکړې، د خپل خاوند مینه او ملاتړ یې هم له لاسه ورکړي دي.

هغې چې خپلې اوښکې یې په خپل پړوني پاکولې وویل: «خاوند مې وايي چې نه ښه کېږې، زه دویم واده کوم، تا سره مې ژوند خراب دی، ما ستا پر سر د دوو ښځو ولور ورکړی، هرومرو دویم واده کوم. خاوند مې د دې ناروغۍ له امله ډېره وهي، وايي چې ولې د درملنې غوښتنه کوې.»

د مرجان په خبره، خاوند یې ورته ویلي چې دویم واده لپاره خپله ۱۲ کلنه لور په بدل کې ورکوي.

مرجان زیاتوي، د دې لپاره چې لور یې له بدل څخه وژغول شي او خاوند یې دویم واده ونه کړي، لږ پیسې یې پیدا کړې څو د ځان درملنه وکړي.

هغې زیاته کړه: «د خیاطي کار مې کړی و، لږې پيسې مې پيدا کړې او ۱۵ زره افغانۍ مې پور کړې او د ۶ زره افغانیو مې د زوی موبایل خرڅ کړ، دلته (کابل کې کیور شخصي روغتون) ته راغلم چې عملیات شم، له خپل ۱۵ کلن زوی سره راغلې یم چې عملیات وکړم، خدای مهربان دی چې ښه شم.»

هغې وویل چې د فیستولا درملنې په موخه یو ځل پاکستان کې او دوه ځلې هرات کې عملیات شوې خو ناروغي یې نه وه ښه شوې.

مرجان هیله لري چې دا ځل روغه شي، خپله لور له بدله وژغوري او د خپل خاوند مینه او ملاتړ بېرته ترلاسه کړي.

هغه چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي، لس کلنه وه چې مور او پلار یې له رضایت پرته ۴۰ کلن سړي ته کوژده کړه او څه موده وروسته یې واده وکړ.

هغه زیاته کړه چې تر درېیم ماشوم پورې یې زېږون عادي و، خو په څلورم زېږون کې یې له څو ورځو دردونو وروسته ماشوم وزېږېد خو ورسره یې په مثانه کې یو سوری رامنځته شو او د ولادي ‎فیستولا پر ناروغۍ اخته شوه.

د کیور روغتون د ولادي فیستولا برخې مسووله ډاکټر عطیه شریف نادي هم وایي چې مرجان په کم عمر کې واده کړی او پرله‌پسې زېږونونه یې کړي، په څلورم ولادت کې ورته اختلال پیدا شوی او د ولادي فیستولا پر ناروغۍ اخته شوې ده.

هغې وویل چې دا ځل د مرجان عملیات بریالي ترسره شول.

دا یوازې مرجان نه ده چې د ولادي فیستولا ناروغۍ یې ژوند له درد او کړاو سره مخ کړی، رخشانه یوه بله هغه ځوانه مېرمن ده چې له دې ناروغۍ ځوریږي.

۳۵ کلنه رخشانه چې د بلخ ولایت اوسېدونکې ده، اوسمهال د کابل ښار د ملالۍ زېږنتون د فیستولا په څانګه کې بستر ده.

هغه وایي: «اته کاله مخکې مې چې زېږون کاوه، روغتون ته راغلم، ډاکټرانو وویل چې باید عملیات شې، دوه غبرګوني مې درلودل، یو یې مړ شو او یو یې پاتې شو، بس هماغه وخت پر دې ناروغۍ اخته شوم.»

هغه هم د خپل خاوند له بد چلنده شکایت کوي او وایي: «خاوند مې راسره ښه چلند نه کوي، راته وایي چې ډاکټر دې رحم ایستلی، ته نور اولاد نه شې راوړی، خپل ادرار دې نه شې کنټرلولای، زه په تا بله ښځه کوم.»

رخشانې وویل: «اته کاله مخکې مې خاوند زه او زما ماشوم زما د مور کور ته بوتلو او همالته پاتې شوم.»

د هغې په خبره، دا چې له اتو کلونو راهیسې د خپلې مور کور کې ده، خاوند یې یو ځل هم د دې احوال نه دی اخیستی او اوس یې درملنه د مور کورنۍ کوي.

رخشانه وایي چې د ژوند ترخې یې ډېرې دي، خو نه غواړي چې د هغو په رایادولو ځان تر دې ډېر غمجن کړي.

په هېواد کې د ولادي فیستولا ناروغانو شمېر

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې په افغانستان کې د ولادي فیستولا درملنې یوازېنی مرکز ملالۍ زېږنتون دی، خو داسې ناروغانو ته لومړني خدمات د ټولو ولایتي روغتونونو په نسایي ولادي څانګو کې موجود دي.

هغه وویل چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو دقیق ارقام نه دي ثبت شوي.

د ملالۍ زېږنتون د زېږون فیستولا برخې ټرېنره ډاکټره پښتون کوهستاني معلوماتو له مخې، له ۱۳۸۵ کاله راپه دېخوا ملالۍ زېږنتون کې د ۳۵۰۰ فیستولا ناروغانو درملنه په وړیا ډول شوې ده.

ورته وخت کې، د کیور روغتون د فیستولا سرویس مسوولې ډاکټر عطیه شریف نادي وویل چې دغه روغتون ته له ۱۳۸۵ کال څخه راپه دېخوا د ولادي فیستولا ۲۸۰۰ ناروغانو مراجعه کړې او په وړیا ډول یې درملنه شوې ده.

«پر فیستولا ناروغۍ اخته ښځې ملامتې مه بولئ، د هغوی درملنې لپاره اقدام وکړئ!»

د ملالۍ زېږنتون د ولادي فیستولا برخې ټرېنره ډاکټره پښتون وایي، فیستولا یوه ولادي ناروغي ده چې د زېږون پر مهال د اختلال له امله پیدا کېږي او پر دې ناروغۍ اخته ښځې باید ملامتې ونه ګڼل شي.

هغه زیاتوي: «له نارینه‌وو او د کورنۍ له مشرانو مې غوښتنه دا ده چې هیڅ ښځه نه غواړي ژوند یې تباه شي؛ ځکه د دوی له غوښتنې پرته دغه حالت (ولادي فیستولا) رامنځته کېږي او باید له هغوی (پر یادې ناروغۍ اخته ښځې) سره ناوړه چلند ونه شي.»

هغه په ټینګار وايي، کله چې یوه ښځه پر دې ناروغۍ اخته کېږي، باید درملنه یې وشي؛ ځکه د دې ناروغۍ درملنه یوازې د جراحي عملیاتو له لارې شونې ده.

هغه د ولادي فیستولا له ناروغانو سره تاوتریخوالو ته په اشاره وايي چې پر یاده ناروغۍ اخته یوه ښځه چې درې میاشتې مخکې په یاد روغتون کې عملیات شوې وه، ویل يې چې د خاوند د ډېر ظلم له امله یې غوښتل ځان‌وژنه وکړي خو د دې لپاره چې ځان‌‌وژنه د اسلام مبارک دین له نظره حرامه ده، دغه کار یې ونه کړ.

دیني عالم: د ناروغې ښځې درملنه او ورسره نېک چلند پر نارینه واجب او شرعي حق دی

یو دیني عالم او د افغانستان علومو اکاډمي علمي کادر ډاکټر نورالله کوثر وايي، د اسلام له نظره د ښځو درملنه او له هغوی سره نېک چلند د نارینه‌ له مسوولیتونو څخه دي چې باید ترسره یې کړي.

هغه وايي، ښځه د دې لپاره چې ولادي فیستولا لري، باید ملامته نه شي؛ ځکه دغه ناروغي د ښځې په اختیار کې نه ده.

کوثر وايي، پر خاوند لازم او واجب دي چې د خپلې ناروغې مېرمنې د توهین، سپکاوي او یا له بېلابېلو ګواښونو سره مخ کولو پر ځای د هغوی لاسنیوی او درملنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «خاوند نه شي کولای له دغه مسوولیته اوږې سپکې کړي، ووايي چې دغه ناروغي په ما پورې اړه نه لري او یا ښځه وګواښي چې ولې ماشوم نه شې راوړلی او ولې دغه فیستولا درته پیدا شوې، په دغه وخت کې پر خاوند واجب ده چې له ښځې سره د مهربانۍ او شفقت چلند وکړي؛ ځکه په ناروغیو او بې‌وسیو کې د ښځې سترګې خپل خاوند ته وي.»

هغه زیاتوي: «د هر انسان ځورول تعزیري سزاوې لري، په کورنیو قضیو کې هم قاضي حق لري چې تعزیري سزا ورکړي او هغه نارینه ته چې خپله مېرمن د ناروغیو، په ځانګړې توګه د ولادي فیستولا چې غیراختیاري ناروغي ده … او انسان هیڅ رول په کې نه لري، که داسې حالت کې خاوند هغه (خپه مېرمن) ملامتوي، ګواښي یې او وهي یې او له کوره یې باسي، د مسلمان قاضي له لوري سړي ته تعزیري سزا ورکول کېږي.»

د ملالۍ زیږنتون مشره، ډاکټر ملالۍ رحیم فیضي په دې اړه چې خلکو ته باید د ولادي فیستولا ناروغي په اړه پوهاوی ورکړل شي، وايي، د عامې روغتیا وزارت تل هڅه کوي چې یاد پیغام په افغانستان کې ټولو روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

د هغې په خبره، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ۱۴۰۳ کال کې په ټولو روغتیایي مرکزونو کې، په ځانګړې توګه د ولادي فیستولا ناروغۍ په اړه ښځو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او یاد مرکزونه د ولادي فیستولا ناروغانې ملالۍ زېږنتون ته راولېږي.

هغې وویل چې ملالۍ زېږنتون کې د داسې ناروغانو درملنه په وړیا توګه ترسره کېږي او له ښه کېدو وروسته د هغوی د ترانسپورټ پیسې هم ورکول کېږي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.