کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زدهکړو یو شمېر مرکزونو مسوولین او استادان وايي چې په دې وروستیو کې یې د کمپیوټر او انګلیسې ژبې زدهکړو ټولګیو کې د زدهکوونکو شمېر ډېر شوی دی.
کابل ښار کې د (ټاپاېنون) انګلیسې ژبې او کمپیوټر ښوونیز مرکز مدیر احمدراشد قریشي د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې سیاسي بدلون ته په اشاره وویل: «کله چې په یوه ټولنه کې بدلون راځي، پر ټولو اغېز کوي، دا چې دغه بدلون لوی و، زموږ فکرونه مخشوش شول او پر ټولو یې منفي اغېز وکړ خو اوس په دې وروستیو کې ټولو ځوانانو ته د زدهکړو انګېزه پیدا شوې او هیله ده چې لا ډېره شي.»
د هغه په خبره، د تېرو دوو کلونو په نسبت یې زدهکوونکي دوه چنده شوي او اوسمهال زدهکوونکي په ۷۰ ټولګیو کې بېلابېلو برخو کې په زدهکړو بوخت دي.
ورته مهال، په دغه ښوونیز مرکز د کمپیوټر استاد غلام حیدر ناصري چې څه باندې ۲۱ کاله کېږي تدریس کوي، دې ته په اشاره چې اوس د ټکنالوجۍ عصر دی او ځوانان د بېلابېلو برخو زدهکړو ته اړتیا لري، زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د کمپیوټر زدهکړې ته د زدهکوونکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د «سپارک» انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز بنسټاېښودونکی ماهر قریشي هم وايي، د انګلیسي ژبې زدهکړې ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې، سږ کال یې د تېرو دوو کلونو په نسبت د زدهکوونکو شمېر دوهچنده شوی، اوسمهال ۳۰۰ زدهکوونکي لري چې ۱۰۰ یې نجونې دي.
یادو استادانو د هېواد د پرمختګ لپاره د ښځو رول ته په اشاره له اسلامي امارته وغوښتل څو د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې خلاصې کړي.
په «ټاپ اېن ټون» ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر استاد حبیبالله یادګار وویل: «زموږ لپاره په هره برخه کې اسلام اساس دی او د ښځې او نارینه زدهکړو په اړه د اسلام نظر روښانه دی چې فرض دی؛ د نجونو زدهکړو ځنډولو دوام د هېواد راتلونکي ته د زیان لامل کېږي.»
«سپارک» ښوونیز مرکز کې د انګلیسي ژبې استاد محمدعاصم دې ته په اشاره چې زدهکړې د ښځو مسلم حق دی زیاته کړه: «یوه له ښو ورځو به وي چې د زدهکړو برخو کې د نجونو د حضور شاهدان و اوسو.»
یو شمېر نجونې او هلکان هم وايي چې دوی د خپل تحصیلي او کاري راتلونکي لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کولو ته لېوالتیا لري.
په «ټاپ اېن ټون» ښوونیز مرکز کې زدهکوونکي سیدمصور چې په دوولسم ټولګي کې دی وویل، د نړۍ په یوه معتبر پوهنتون کې د خپلو زدهکړو دوام لپاره اړتیا لري څو انګلیسي زده کړي، له همدې امله د ټافل ازموینې ورکولو لپاره چمتووالی نیسي.
د سپارک انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز کې زدهکوونکی تبسم حسیني وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون راتلو سره یې له درس ویلو زړه تور شوی خو اوس یې بیا زدهکړو ته انګېزه او لېوالتیا ډېره شوې او غواړي چې انګلیسي ژبه زده کړي.
خدیجې کاکړ چې د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه، دې ته په اشاره چې ډېره هڅه کوي څو انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړي، زیاته کړه چې نجونې هم د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې مسوولیت لري او باید اجازه ورکړل شي چې د وطن پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.
هغوی هم له سرپرست حکومته غواړي څو ژر تر ژره د دوی انتظار پای ته ورسوي، ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو ښوونځيو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تلو بندیز لګېدلی او ورپسې نجونې پوهنتون ته هم له تلو ګرځول شوې دي.
ورته مهال، په دې وروستیو کې په کابل کې نجونو ته د اسلامي حجاب په رعایتولو ښوونیزو مرکزونو ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP