جلالاباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د خوراکي توکو په بدل کې ۶۹۵ کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره شوه.
د ننګرهار د کليو بیا رغونې او پراختيا رييس مولوي قسمتالله مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د (RRDPO) موسسې په تخنيکي همکارۍ په کوز کونړ/ښېوې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو په بدل کې ۶۹۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه، دغه کسان به د يادې ولسوالۍ په مرکزي ښېوې، شیګې، بډیلې، ګریک، قلعټک او کاشکوټ سيمو کې د سړکونو او کانالونو د ترميم او پاکولو برخه کې کار وکړي.
هغه وايي، یادو کسانو ته د شپږو مياشتو لپاره هره مياشت ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کيلوګرامه غوړي، ۶ کيلو دال، مالګه او د ماشومانو لپاره تقویتي مواد ورکول کېږي.
په دغو پروژو کې پر کار بوخت کسان هم خوښ دي چې له يوې خوا د خپلې سيمې لپاره خدمت کوي او له بل اړخه ورته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
سيدمقبل چې په کاشکوټ سيمه کې د کانال په پاکولو لګیا دی وايي، د مرستې کولو ټولې پروسې بايد همدا ډول شي څو هم واقعي اړمن کسان پکې وګومارل شي او هم د وطن د ابادۍ لپاره کار وشي.
مسوولين وايي، هڅه کوي چې د مرستو لړۍ په نورو ولسواليو کې هم همدا ډول پرمخ یوسي څو له يوې خوا اړمن کسان معلوم او له بل پلوه خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو برخه کې کار وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP