لښکرګاه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په موسیٰکلا ولسوالۍ کې یوه ماشومه نجلې د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شوه.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني د مرغومې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوه کلنه ماشومه نجلۍ دوه ورځې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ له روغتونه تښتول شوې وه.
هغه زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو د یو لړ پلټنو په ترڅ کې هغه کس چې دغه نجلۍ یې تښتولې وه، د موسیٰکلا ولسوالۍ په بازار کې ونیو.
نوموړي وویل، ماشومه نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او انسانتښتونکی عدلی او قضایي ارګان ته سپارل شوی دی.
Views: 135
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP