لښکرګاه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په بهرامچه او ناومېش ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي له ترلاسه کولو وروسته سوځولي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په نیول شوو نشهیي توکو کې ۶۸۳ کيلوګرامه اېف، ۶۵۰ کیلوګرامه اومان او ۷۵ کیلوګرامه چونه شامل دي.
له یادو ځینو توکو د نشهیي توکو جوړولو کې کار اخیستل کېږي.
د حقاني په خبره، نیول شوي توکي له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له لوري له منځه یووړل شول.
دغه راز حقاني دا هم وویل چې په مارجه له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو له لوري د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې ۹ روږدي هم نیول شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن