ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت: ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي

پوهنې وزارت: ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي

author avatar
19 Jan 2024 - 10:37
پوهنې وزارت: ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي
author avatar
19 Jan 2024 - 10:37

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت وایي، ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي، بلکې د ښوونځیو او مدرسو نصاب د عصري علومو او اوسنۍ ټکنالوجۍ پرمختګ ته په پام چمتو شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه درې ورځې مخکې له ملي راډیو ټلویزون سره په مرکه کې ویلي وو چې دغه وزارت په نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه کړې او د دغو ټولګیو له نصابه یې هغه محتوا او کتابونه لرې کړي چې له «اسلامي شعایرو او افغاني کلتور» سره په ټکر کې وو.

نن د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ښوونځیو او دیني مدرسو ښوونیز نصاب د نړۍ علمي او تخنیکي پرمختګونو ته په کتو او دغه راز له اسلام او ملي فرهنګ سره سم چمتو شوی، څو ځوانان وکولای شي د ساینسي علومو برخه کې خپل هېواد له د نورو سیالو هېوادونو سره برابر کړي.

سرچينې لیکلي: «د پوهنې وزارت مشرتابه د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره، د نصاب د اصلاح او سمون په موخه د یاد وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست تر څارنې لاندې یوه تخنیکي کمېټه وټاکله، څو په درسي کتابونو کې د وروستيو عصري علومو د پرمختګونو په راوړلو سره نوى ښوونیزو نصاب ترتيب او په کې پراخ اصلاحات رامنځته کړي چې له نېکه مرغه تر اوسه د ښوونيز نصاب دغه لړۍ تر شپږم ټولګي پورې بشپړه شوې ده.»

خبرپاڼه کې راغلي، د یاد نصاب مسوده د بیا کتنې، نهايي کولو او تصویب لپاره عالي کمېټې ته استول شوې څو د یو لړ مراحلو له ترسره کېدو او تصویب وروسته د تدریس په چوکاټ کې داخل شي.

پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د هېواد د دیني مدارسو ښوونیز نصاب په منځپانګه کې دې له اوسنۍ ټکنالوجي او علمي لاسته‌راوړنو استفاده وشي.

پوهنې وزارت زیاته کړې، خلکو ته ډاډ ورکوي چې دغه اصلاحات په هیڅ صورت له ښوونیز نصابه د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي، بلکې دغه ښوونیز نصاب د عصري علومو له وروستیو لاسته‌راوړنو د استفادې په صورت کې جوړ شوی دى.

سرچینه وایي، ياد اصلاحات د هغې لړۍ دوام دی چې د منظم ښوونیز نصاب رامنځته کېدو سره سم د لا بډای کولو لپاره پیل شوې وه او په راتلونکي کې به د عصري علومو په پرمختګ سره د درسي کتابونو په منځپانګه کې تغییر دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې وړم کال په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته اوسني سرپرست حکومت د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې تر بل امره وځندولې خو چارواکو په وار وار ویلي چې دا ځندول دایمي نه دي او د اړینو شرایطو په برابرولو به بېرته پیل شي.

د دې ترڅنګ د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر بل امره پورې ځنډول شوې دي.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.