Pajhwok Afghan News

بادغیس کې ځيني سوداګر د تجارتي برېښنا له لوړې بیې شکایت لري

قلعۀ‌نو (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.

هغوی وایي، دمګړۍ دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا په بدل کې ۱۷ افغانۍ ورکوي چې د نورو ولایتونو په پرتله ۵ افغانۍ توپیر لري.

قلعه‌نو ښار کې یوه پانګوال محمداصیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سوداګریزو سیمو د برېښنا بیه نظر نورو ولایتونو ته لوړه ده، ډېری سوداګر او پانګوال له دغه پلوه شکایت لري.

هغه وویل: «بادغیس کې تجارتي برېښنا ډېره لوړه ده، موږ د هر کیلوواټ په بدل کې ۱۷ افغانۍ ورکوو په داسې حال کې چې هرات کې د تجارتي برېښنا د یوه کیلوواټ بیه ۱۲ افغانۍ ده، له دولته غواړو چې د برېښنا بیه دې په ټولو ولایتونو کې یو شان وټاکي.»

ورته وخت کې د قلعه نو ښار یو بل سوداګر وحید احمد هم د سوداګریزې برېښنا له لوړې بیې شکایت لري او وایي: «له بده مرغه اوسمهال د سوداګریزې برېښنا بیه ډېره لوړه ده اوس مو پېر او پلور هم کم شوی، موږ د سوداګریزې برېښنا د لوړې بیې ورکولو وس نه لرو، له دولته غواړو چې د برق بیه دې کمه کړي.»

دغه راز، د بادغیس د برېښنا امریت مسوولین هم د دغه ولایت په سوداګریزو سیمو کې نظر نورو ولایتونو ته د برق لوړه بیه تاییدوي.

د بادغیس د برېښنا امر خیرالله خیرخواه پژواک ته وویل چې دغه پرېکړه د جمهوریت پرمهال شوې او دوی هم نه پوهېږي چې ولې د بادغیس د سوداګریزو سیمو برېښنا نظر نورو ولایتونو ته لوړه ده.

خو نوموړی وایي چې هڅه روانه ده څو دغه ولایت کې هم د برېښنا بیه ټيټه کړي او دا موضوع یې له اړوندو مسوولینو سره په کابل کې شریکه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بادغیس برېښنا ۱۶ میګاواټو ته رسېږي چې له ترکمنستانه واردیږي او اوسمهال یوازې د دغه ولایت په مرکز کې ۹۰۰۰ پېرودونکي له وارداتي برېښنا استفاده کوي.

Views: 7

Exit mobile version