ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې لنډمهاله زده‌کړې ورکول کېږي

کونړ کې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې لنډمهاله زده‌کړې ورکول کېږي

author avatar
22 Jan 2024 - 13:41
کونړ کې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې لنډمهاله زده‌کړې ورکول کېږي
author avatar
22 Jan 2024 - 13:41

اسعداباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، د یو شمېر مووسسو په همکارۍ یې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې د لنډمهاله زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري مجیب‌الله عمر نن (د سلواغې دویمه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز په ګډون یې د دغه لایت په چپې درې، وټه‌پور، پیج درې، خاص کونړ،غازي‌اباد او ناړۍ ولسوالیو کې هغو کسانو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړې چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

نوموړي وویل: «موږ د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په شمول، د شپول، واک او ویرو په نومونو د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ د خیاطۍ، نجارۍ، مبایل جوړونې، سلمه دوزۍ، چرګانو ساتنې او د کوچني کاروبار جوړونې د مهارتونو په تړاو د مسلکي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

هغه وایي، دغه کسان به د شپږو میاشتو په موده کې وروزل شي او له هغه وروسته به وکولای شي چې په اړوند برخه کې خپل کاروبار پیل کړي.

د هغه په خبره، د «شپول» مووسسې له لورې د مسلکي زده‌کړو پرمهال ګډونوالو ته د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ معاش هم ورکول کېږي چې وکولای شي د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

ورته مهال، هغه ځوانان چې د حرفوي زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د حرفوي زده‌کړو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د وټه‌پور ولسوالۍ د لودم سیمې اوسېدونکی شهزاده چې د حرفوي زده‌کړو په یو مرکز کې د موبایل جوړونې مهارتونه زده کوي، وایي، له دې وروسته کولای شي خپل کاروبار پیل او له دې لارې د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه وایي: «زه له دوولسم ټولګي فارغ شوی یم، د کورنۍ ۱۳ تنو د ګټې وټې مسوولیت زما په غاړه دی، دنده نه لرم او وزګار یم، اوس چې راته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې، خوشحاله یم؛ ځکه په راتلونکې کې به له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»

دغه راز د اسعداباد ښار اړوند دوشاخیلو سیمې یو اوسېدونکی ثناالحق چې یاد مرکز کې د نجارۍ پر زده‌کړه بوخت دی، وایي، حکومت دې له دغو مرکزونو فارغ شوو کسانو ته کار ورکړي.

د هغه په وینا، که په راتلونکي کې د دوی په لاس جوړو شوو لرګینو توکو ته بازار پیدا شي، نو د ډېرو بې‌وزلو ځوانانو اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي.

د یادونې ده، تېر کلونو کې هم د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې په بېلابېلو حرفوي برخو کې د مېرمنو په ګډون کڼ شمېر کسانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.