ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور عامې روغتیا ریاست: سږ کال د ماشومانو د خواځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي

د غور عامې روغتیا ریاست: سږ کال د ماشومانو د خواځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
23 Jan 2024 - 14:56
د غور عامې روغتیا ریاست: سږ کال د ماشومانو د خواځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
23 Jan 2024 - 14:56

فېروزکوه (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د غور روغتیايي مسوولین تېرو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ۷۰۰ ماشومانو له ثبتېدو خبر ورکوي او وايي چې په همدې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۲۲ ماشومان مړه شوي دي.

د غور په ولایتي روغتون کې د ماشومانو برخې متخصص ډاکټر محمدموسی الفت پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته شوي، بېلابېل لاملونه لري، ځینې ناروغۍ لکه شری، پېچ یا نفس‌تنګي، د ماشوم ناسمه تغذیه او دغه راز د مور له شیدو د ماشوم تغذیي په اړه د کورنیو د پوهاوي کچې ټيټوالی د دې لامل کېږي څو ماشوم پر خواځواکۍ اخته شي.»

هغه له ټولو کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو ښه پالنه وکړي څو پر دې ناروغۍ له اخته کېدو یې مخنیوی وشي.‎

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالاحمد نوري پژواک ته وویل: «له بده مرغه د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې ۲۲ ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وو، مړه شوي او څه باندې ۷۰۰ نور پر دې ناروغۍ اخته شوي چې دغه شمېرې د تېر کال په نسبت مخ په ډېرېدو دي.»

هغه وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۶۰۰ ماشومانو ته رسېده چې له ډلې یې ۲۰ ماشومان مړه شوي وو.

هغه څرګنده کړه چې دغه ماشومان د کورنیو ضعیف اقتصادي وضعیت او د مور له شیدو د ماشوم تغذیې په اړه د کورنیو پوهاوي کچې ټيټوالي له امله پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال زیاته کړه چې دوی د کورنیو او بهرنیو موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د ناروغیو په ځانګړې توګه د خوارځواګۍ د لا ډېر خپرېدو مخنیوی وکړي.

د هغه په خبره، دا مهال په ولایتي روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو د ځانګړو مراقبتونو څانګې مالي ملاتړ «د لوږې پر وړاندې مبارزې» موسسې له خوا کېږي.

یو شمېر کورنۍ چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان یې د غور ولایتي روغتون ته راوړي، وايي، ماشومانو یې اشتها نه درلوده او کمزوري وو چې له همدې امله په ولایتي روغتون کې بستر شوي دي.

خدیجه چې پر خواځواکۍ اخته زوی یې له یوې اونۍ راهیسې د ځانګړو مراقبتونو برخه کې بستر کړی، وايي: «د الله‌یار ولسوالۍ یم، ماشوم مې ډېر ضعیف او ډنګر دی، کور کې څه نه وو چې ورکړي مې وای، بیا مې روغتون ته راوست، ویل یې سوءتغذیه دی، زه دا شپږ یا اووه ورځې کېږي په دغه روغتون کې یم، ډاکټران دې خیر یوسې موږ ته یې رسېدنه وکړه.»

بله مېرمن راضیه چې خپل ماشوم یې له بساپند ولسوالۍ د غور ولایتي روغتون ته راوستلی، هم وايي چې ماشوم یې د بې‌وزلۍ له امله پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.

هغې وویل: «زموږ کلي کې ښه کلینیک نشته، باکیفیته درمل نشته، څو ځله مې چې د ولسوالۍ کلینیک ته یووړ خو ښه نه شو، بیا یې وویل مرکز ته یې بوځئ، نو دلته مې راوست، اوس یې وضعیت ښه دی، ډاکټران ښه رسېدنه کوي.»

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.