ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال: چارواکي دې حکومت کې نورو ته هم ځای ورکړي او د خلکو غوښتنې دې ومني

31 Jan 2024 - 15:51
31 Jan 2024 - 15:51

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وایي، پخواني ولسمشر غني د واک ساتلو لپاره سوله نه کوله، اوسني چارواکي دې نورو افغانانو ته هم حکومت ځای ورکړي او د خپل ولس غوښتنې دې ومني.

د ماليې وزارت پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د افغانستان اوسنی حکومت دې خلکو ته د سياسي فعاليتونو اجازه ورکړي او د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.

د ده په وینا، دا مهال لږ سخته ده چې اوسنی سرپرست حکومت دې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.

زاخېلوال په افغانستان کې د سیاسي فعالیتونه په اړه وویل، له تحول وروسته تقاضا همداسې وه چې پر سیاسي فعالیتونو به یو څه محدودیتونه وي او دی هم د پخوا په څېر سیاسي فعالیت نه لري، خو دا چې له رسنیو سره مرکې کوي او خپل نظرونه له خلکو او چارواکو سره شریکوي، دا هم په اوسنیو شرایطو کې یو سیاسي فعالیت دی.

د مالیې پخوانی وزیر د سولې پروسه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پر پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان د تېر حکومت د ځینو چارواکو د نیوکو په اړه وایي، خلیلزاد هم ډېرې تېروتنې کړې، خو دا سمه نه ده چې د ټولو منفي کړنو پړه پر خلیلزاد واچول شي.

هغه زیاتوي: «فرصتونه خلیلزاد نه دي خراب کړي، هغه متاسفانه پخواني ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني او له هغه سره محدودې يوې ډلې… چې یا یې په فکري لحاظ باندې له سولې سره مشکل درلود، يا د قدرت لېوالتيا وه، دا چې قدرت ته يې ضرر ونه رسېږي فرصتونه هغوی خراب کړل.»

زاخېلوال وایي، یادو کسانو یوه ورځ هم نه غوښتل چې د سولې لپاره له خپلې څوکۍ تېر شي، په داسې حال کې چې که د قدرت لېږد په سوله‌ييزه بڼه نه وای شوی ښايي خونړۍ جګړه رامنځته شوې وای.

هغه وایي، دی د مذاکرې له لارې د واک د لېږد پلوی و او که داسې شوي وی نو اوسني حکومت به نړیوال مشروعیت درلود، خلک به له هېواده نه تښتېدل او … خو داسې ونه شول.

زاخېلوال زیاتوي: «کله چې نظام سقوط وکړ، کېدای شي وضعیت له دې ډېر بدتره وای، کېدای شوای دلته د غچ اخيستنې واقعات وای، خوشبخانه چې ونه شول. دلته به فضا ډېره تنګه وای، پوهېږمه چې خويندې به اعتراض کوي چې طبعاً په موږ باندې خو تنګه شوه، ښوونځي وتړل شول، د کار زمينه وتړل شوه، هيله ده چې تغيیر ومومي، مګر کېدای شوای چې له دې خراب حالت وای، اقتصادي وضعيت ښه نه دی، خو لا نور هم خرابېدای شوای. له نړۍوالو سره مو ډيپلوماتيکې اړيکې وشکېدې، خو افغانستان له نړۍ نه دی شکېدلی، راشه درشه شته، يواېن دی، خارجيان دي ځي راځي، نو … تحول که د مذاکرې په نتيجه کې راغلی وای بهتر و، خو دا چې اوس په دې شکل باندې راغی، پړه يې چې پر هر چا ده، له دې څخه بدتر کېدای شوای، دا چې بدتر نه دی، د دې شکر ګذار يو.»

هغه وایي، د داسې ټولشمول حکومت پلوی نه دی لکه څنګه یې چې بهرنیان غواړي؛ ځکه چې داسې حکومت دلته تجربه شوی او مثبته پایله یې نه ده لرلې، خو زیاتوي چې اوسنی حکومت هم ټولشمول نه دی او  «دا حکومت د طالبانو حکومت دی … د ټول افغانستان د څېرې انعکاس نه شي کولی.»

زاخېلوال وایي، بهرنيان په څېرو د واک وېش غواړي څو په ولس کې ريښه پيدا نه کړي؛ لکه څنګه یې چې په بُن کې دا کار وکړ خو له دې لارې جوړ شوي حکومت پایښت نه دلود.

هغه وایي: «حکومت دوه نوعه مشروعيت ته اړتيا لري، يو نړۍوال مشروعيت دی او بل ولسي مشروعيت، له نړۍوال مشروعيت څخه هم ولسي مشروعيت ډېر اهميت لري؛ ګوره موږ په دې تېرو څلوېښتو کلونو کې د حکومتونو شاهدان وو چې نړۍوال مشروعيت يې درلود، خو ولسي مشروعيت يې ضعيفه شوی و، سقوط يې وکړ، د ډاکټر نجيب او مجاهدينو حکومتونه يې ښې نمونې دي، د ډاکټر غني حکومت هم دغه ډول ولسي مشروعيت يې مطلق خراب شوی و. زه خپله طرفدار د داسې حکومت يم چې له ولس سره ريښه پيدا کړي. نه دا چې نړۍوال وايي چې دغه شل دېرش څېرې دي دا بايد پکې منعکسې شي.»

هغه په دې اړه چې محمداشرف غني د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و، وایي: «په څلوېښت ميليونه نفوس کې يو څوک دعوه ولري چې دوه لکه رايې ما وګټلې او په دې راغلم، قطعاً دا ولسي مشروعيت نه دی او هغه هم اخيستل شوې رايې وې.»

زاخېلوال وایي، ولس د نجونو زده‌کړو او کار او د حکومت څرنګوالي برخو کې له اوسني حکومته ګیلې لري او له حکومت سره هم‌نظر نه دی، خو د دې پلوی نه دی چې څوک بیا د زور له لارې واک ته ورسېږي.

ده په بهر کې د ځینو افغان سیاسیونو د غونډو په اړه وویل: «هغوی له بهره شعار ورکوي، زه دلته له تا سره له کابله خپل نظر وايم، هغوی له هغه ځایه شعار ورکوي، زه دلته يو مشر ته مخامخ وايم، کوم يو يې موثر دی؟»

د ده په وینا، هغه ناستې چې «سپانسر» شوې وي، دی ورته په ښه سترګه نه ګوري او کېدای شي په بهر کې دا ډول ناستې «سپانسر» شوې هم وي؛ ځکه د داسې ناستو جوړول ډېر لګښت غواړي.

زاخېلوال وایي: «په تاجکستان کې مثلاً سلګونه کسانو راوستل او هلته مېلمستیاوې او کنسرتونه په اسانه نه کيږي، پنځه شپږ لکه ډالره مصرف لري، زه خو داسې افغان نه پېژنم چې دا مصرف دې له خپله جېبه ورکړي، طبعا سپانسر لري.»

هغه وایي، د تماس کمېسیون له لارې ډېر افغانان له بهره هېواد ته راغلل، څو دلته ژوند وکړي، خو زیاتوي: «دا کافي نه ده… يو افغان دې د سیاست حق هم ولري، حق د سياست معنا دا نه شوه چې حتما دې په قدرت کې وي، بېرون له قدرت نه، په هر هېواد کې تاسې وګورئ سياسي مخالفين ورته وايي، دا يو بد لفظ نه دی، دا د ملک په ګټه دی، حکومت يا حکومتي چارواکي مصروف وي په داخل کې خپلو عيبونو او تېروتنو ته يې پام نه اوسي، د سياسي مخالفت دنده دا ده چې دا عيبونه برملا کړي نو همدا چې ځيني افغانان مجبوريږي چې خپل نظر له يو بل هېواد نه ووايي، هغه به بهتره اوسي چې دلته يې ووايي.»

د ده په وینا، د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت ځکه تر اوسه پر رسمیت نه دی پېژندل شوی چې «طالبانو» شل کاله جګړه وکړه، نو ځکه خو ځیني هېوادونه ورته د دښمن په سترګه ګوري او د «طالبانو» ضد لابي‌ګانې هم بهر زياتې دي او په کور دننه هم اړینه ده چې حکومت خپله سینه پراخه کړي، نورو څېرو ته هم حکومت کې ځای ورکړي، خلکو ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړي او د ښځو د کار او زده‌کړو ستونزه حل کړي.

دی وایي چې د اوسني حکومت چارواکو له نړۍ سره اړیکې د تعامل تر کچې راوستلې، خو په اوسنیو شرایطو کې لږ سخته ده چې اوسنی سرپرست حکومت دې په نړۍواله کچه پر رسمیت وپېژندل شي.

زاخېلوال له اسلامي امارته وغوښتل چې د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې ومني.

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version