مزارشریف (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
یاد نندراتون چې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د کورنیو تولیداتو او په هېواد کې له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی، په کې نږدې ۹۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان په شمال کې د کار نړۍوال سازمان (ILO) مشره زواتي صورتي په یاد نندارتون کې د سوداګرو ښځو ګډون لویه بریا وبلله او ويې ويل، په افغانستان کې تر بل هر وخت ښځې ډېر ملاتړ اړتیا لري.
نوموړې وایي، د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د کوچنیو سوداګرو د بقا او پرمختګ لپاره د ښځینه سوداګرو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي چې دغه سازمان به د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.
په همدې حال، د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس امامالدین سنایيزاده وويل چې دغه نندارتون د افغاني تولیداتو د پېژندنې په موخه جوړ شوی او څلور ورځې به دوام ولري.
سنایيزاده زیاتوي چې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته د سوداګرو ډېری ستونزې حل شوې او افغانستان ته د خامو موادو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
په یاد نندارتون کې چې ډېری غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوي، یو شمېر ښځو په کې په خپل لاس جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.بلخ کې یوې صنعتګرې نازیلا احمدزۍ چې خپل تولیدات یې په دغه نندارتون کې نندارۍ ته وړاندې کړي، د خامو موادو د بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومته غوښتنه کوي څو یې د راټیټیدو برخه کې هڅې وکړي.
یوه بله صنعتګره عالیه مخدوم هم د خامو موادو بیې لوړوالی او د کورنیو تولیداتو د بازار کمرنګه کېدل د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو یادوي.
بلخوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګهونې خونې ريیس اسدالله اسدي هم د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼي او وایي، هڅه کوي چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د ځینو نړۍوالو سازمانونو پام افغاني توليداتو ته را واړوي.
په همدې حال کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس په دغه نندارتون کې د ښځو د ګډون هرکلی وکړ او ويې ويل چې ښځې تل په دغه شان نندارتونونو کې ګډون کولاى شي، څو سوداګري يې وده وکړي.
هغه له ښځینه سوداګرو غوښتنه وکړه چې په ټولو برخو کې ټول اسلامي اصول او حجاب مراعت کړي.
دا په تېر یوه کال کې په بلخ ولايت کې دویم لوی نندارتون دی چې د ښځو په ګډون یو شمېر سوداګر او پانګهوال په کې خپل لاسي توکي او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن