کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): کابل کې د چین سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې برخه کې همکارۍ چمتو دی.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم نن په کابل کې د چین له سفیر جاوشنګ سره لیدلي.
سرچینې لیکلي، به یاد لیدنه کې د چین سفیر د دواړو هېوادونو ښو، تاريخي او اقتصادي اړيکو ته په اشارې سره وويل چې حکومت یې د افغانستان مذهبي او کلتوري ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي.
د یاد هېواد سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده چې دغه اړيکې د پخوا په نسبت لا پراخې شي.
د چین سفیر د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د نېکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د سرچینې په خبره، د یاد وزارت سرپرست وویل: «چین تل د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او نن هم د ا.ا.ا د تګلارو او خودکفایۍ ملاتړ او درناوی کوي.»
د یاد وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو د اړتیاوو پر اساس خپلې مرستې ترسره کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو پر دوام په چین کې د افغانستان د سفیر د باورلیک په منلو کې د دغه هېواد د وروستي اقدام ستاینه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پراختیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
د چین ولسمشر شي جنپنګ د روانې سلواغې میاشتې په ۱۰مه د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د لوی سفیر او فوقالعاده استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.
بلال کریمي د روان لمریز کال د تېرې لېندۍ میاشتې په لسمه چین کې د افغانستان د سفیر په توګه وګومارل شو او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګلي ته یې د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته پر کار پيل وکړ.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن