ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې ځيني معلولین وایي، د خلکو له خوا په ناوړه نومونو یادېږي

بادغیس کې ځيني معلولین وایي، د خلکو له خوا په ناوړه نومونو یادېږي

author avatar
10 Feb 2024 - 19:09
بادغیس کې ځيني معلولین وایي، د خلکو له خوا په ناوړه نومونو یادېږي
author avatar
10 Feb 2024 - 19:09

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): بادغیس کې ځيني معلولین په داسې حال کې د خلکو له ناسم چلنده شکایت کوي چې دغه ولایت کې مسوولین وايي، د معلولینو حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ډېروي.

بادغیس کې ځیني معلولین له پژواک سره په خبرو کې د دغه ولایت د اوسېدونکو له تبعیضي چلنده شکایت کوي او وایي چې دوی ته په ډېره سپکه لهجه غږ کېږي او په ناوړه نومونو یې یادوي.

د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ یوه معلول شجاع‌الدین چې پنځه کاله مخکې یې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله خپله چپه پښه له لاسه ورکړې، پژواک ته وویل: «خلک له ما سره ښه چلند نه کوي، ډېری یې ما ته د ګوډ یا معیوب خطاب کوي، زه له داسې غږ کولو ډېر ځورېږم.»

نوموړی وایي چې په هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله میلیونونو کسانو د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «موږ په جنګ کې معلول شوي یو، زموږ څه ګناه ده چې په بدو القابو یادېږو؟ کله چې یو څوک راته وایي اې ګوډه! ډېر ناهیلی کېږم.»

هغه د خلکو له خوا د بدو لقبونو یادول یو ناوړه عمل وباله او زیاته یې کړه: «زما غوښتنه له خلکو دا ده که زه معلول یم، خو ستاسو ورور یم، نه باید داسې چلند راسره وشي.»

ورته وخت کې، دغه ولایت کې یو بل معلول محمدعثمان هم ورته شکایت لري او وایي: «خلک د دې پر ځای چې په موږ زړه وسوځوي، موږ په بدو القابو یادوي، ما ته ګوډ یا کچل وایي، له خلکو غواړم که له ما سره مرسته نه شي کولای، ما دې تحقیروي هم نه.»

نوموړي چې د ماین چاودنې له امله خپله یوه پښه له لاسه ورکړې، وویل، د معلولینو حقونو په اړه باید د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

د ټولنیزو چارو پوهان او د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي هم د پوهاوي پرګرامونو ډېرېدو غوښتنه کوي.

د دغه ولایت یو اوسېدونکی شکرالله وایي چې معلول کسان هم دې ټولنه کې د باعزته ژوند حق لري او له هغوی سره باید داسې چلند ونه شي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه ځيني خلک له معلولینو سره ډېر بد او توهین‌امیزه چلند کوي، موږ مسلمانان یو، باید پوه شو چې د یو چا ځورول څومره لویه ګناه ده.»

دغه راز، د بادغیس پوهنتون یو استاد نثاراحمد اکبري وایي چې په ټولنه کې ټول خلک له یو ډول حقوقو برخمن دي او له معلولینو سره باید بد چلند ونه شي.

هغه زیاته کړه: «الله تعالی انسان ته کرامت ورکړی، د اسلام مبارک دین د تور او سپین رنګ او داسې نورو مسایلو له نظر کې نیولو څخه پرته پر دې ټينګار کړی چې ټول انسانان د کرامت له پلوه برابر دي او چا ته باید سپکاوی ونه شي، د معلولو سپکاوی د انساني کراماتو سپکاوی دی.»

دی وایي چې ټول خلک، مسوول بنسټونه په ځانګړي ډول د شهیدانو او معلولینو ریاست دې د داسې ستونزو حل برخه کې اقدام وکړي، د رسنیو او د جوماتونو د ملا امامانو له لارې دې د معلولینو د حقوقو په اړه پوهاوی ورکړي.

د بادغیس د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولینو د دې ستونزې د تایید ترڅنګ وویل چې په دې اړه د پوهاوي پرګرامونه تر لاس لاندې لري.

د بادغیس د شهیدانو او معلولینو رییس محمداسماعیل رحماني پژواک ته وویل چې د پوهاوي پرګرامونه تر لاس لاندې لري او هڅه کوي چې هغه پراخ کړي.

نوموړی وایي چې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ، د رسنیو او د جوماتونو له لارې د معلولینو د حقوقو په اړه پوهاوی ورکوي.

هغه زیاته کړه: «د جوماتونو له ملا امامانو هیله کوم چې دا موضوع دې د لمونځونو پر مهال خلکو ته ورسوي څو خلک د معلولینو له حقوقو خبر شي او له هغو سره ښه چلند وشي.»

د بادغیس د شهیدانو او معلولین ریاست د وړاندې شوو شمېرو له مخې، اوسمهال دغه ولایت کې ۵۴۰۰ معلولین له دې ادارې سره ثبت دي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.