ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې ځیني کروندګر د محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي

دایکنډي کې ځیني کروندګر د محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
11 Feb 2024 - 15:01
دایکنډي کې ځیني کروندګر د محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
11 Feb 2024 - 15:01

نیلي (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر کروندګر د کچالو محصولاتو زېرمه کولو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دغه محصول یوه برخه له پلور مخکې خرابېږي.

هغوی وايي، د دايکنډي په ټولو سيمو کې کچالو کرل کېږي او حاصلات یې راټولېږي، ‎خو د خرڅلاو مناسب بازار نه‌ لري او دغه‌ راز د سړو خونو نشتوالي له امله ساتل کېږي هم نه.

د دايکنډي بل بزګر محمداکبر وايي، هر کال ډېر کچالو کري، خو ساتل کېږي نه؛ ډیری مهال د ژمي په نیمايي کې خرابېږي.

هغه زياته کړه: «موږ ډېر کچالو کرو، ځیني کلونه یې ‎ګاونډيان رانه اخلي چې ښه وي زموږ زحمت جبرانېږي، خو سږ کال مې چې شاوخوا ٥٠٠ منه کچالو ترلاسه کړي، ۱۰۰ منه یې خرڅ شول او نور یې پاتې دي، اوس هغه نه ساتل کېږي او ډېره برخه یې خراب شوي دي.»

هغه زياته کړه چې کچالو يو ښه کرنيز محصول دى؛ ځکه ډېر حاصل ورکوي، خو د کال په لومړیو کې سم نه پلورل کېږي، يوازې د کال وروستیو کې یې بيه څو برابره لوړېږي.

هغه څرګنده کړه، هغه وخت د کچالو بیه لوړېږي چې نور د خلکو تولیدي کچالو ‎له منځه لاړ شي او هټۍوال يې له نورو ولايتونو راوړي.‎

نوموړي ټینګار وکړ چې که د کچالو زېرمه ‎کولو لپاره معیاري سړې خونې موجودې وي، ‎نو کروندګر کولای شي له خپل دغه محصوله استفاده وکړي او له دې لارې خپل لګښتونه پوره کړي.‎

دغه بزګر له حکومته غواړي چې د بزګرانو د محصولاتو زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي.

بلخوا، د دایکنډي د سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ بل کروندګر مطیع‌الله وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال کچالو‎ په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.

هغه زياته کړه، يو شمېر کروندګرو د دې لپاره چې ډېر زیان ورته ونه رسېږي، خپله یې ځمکه کیندلې او په غیرمعیاري ډول یې کچالو په کې زېرمه کړي دي.‎

هغه څرګنده کړه چې دا کار د مجبورۍ ‎له مخې ترسره کېږي؛ ځکه چې په دغه ډول هم تر پسرلي پورې نیم کچالو خرابېږي، خو یوه برخه که هم روغ پاتې کېږي په وزن کې یې ډېر کموالی راځي.

هغه له حکومته ‎غواړي چې له دايکنډي بهر د کچالو د صادراتو ‎زمينه برابره کړي،څو کروندګر وکولای شي له دې لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي؛ ځکه د هغه په بارو‎‎، د دغه ولایت ډېری اوسېدنکي د ژوند چارې د کرنې له لارې پرمخ وړي.‎

په همدې حال کې، ‎د دايکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین ‎وايي چې د کروندګرو د کرنیز وضعیت ښه کولو کې یې ‎هڅې کړې ‎او په دې برخه کې ځیني پلانونه تر کار لاندې لري.‎

د دايکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د احصايې او معلوماتو رييس محمدجويا وايي، یادې ادارې ‎په بېلابېلو ولسواليو کې ډېرې سړې خونې‎جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، يوازې سږ کال يې د دغه ولایت په شهرستان، ميرامور او کيتي ولسواليو کې د کچالو زېرمه کولو لپاره څلور سړې خونې جوړې کړې دي.

هغه وویل چې دغه سړې خونې په معیاري توګه د کچالو زېرمه کولو لپاره د کرنیزو محصولاتو مدیریت له پراختیايي بودجې ‎د څه باندې یو میلیون او ۴۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه اداره ‎هڅه کوي څو راتلونکی کال کې د بزګرانو ‎لپاره د کچالو محصولاتو زېرمه کولو په موخه نورې سړې خونې هم جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي د هېواد یو له هغو کرنیزو ولایتونو ‎دی چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

Views: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.