کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
اوچا نن (دوشنبه) په اېکسپاڼه کې د یوه پيغام په خپرولو سره له یادې مرستې خبر ورکړی دی.
د یاد بنسټ په وینا، یاده اندازه پیسې د ۲۱۵ زره او ۷۵۰ امریکایي ډالرو معادل کېږي.
سرچینې څرګنده کړې، یادې پیسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د پرتګال لومړنۍ مرسته ده.
اوچا زیاته کړې: «د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ کلونو لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ستاسو د ۲۰۰ زره یورو مرستې له امله مننه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې المان هم د افغانستان د بشردوستانه مرستو له صندوق سره د پنځه میلیون یورو له مرستې خبر ورکړی و.
Views: 14