ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

13 Feb 2024 - 17:23
13 Feb 2024 - 17:23

سرپل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړي‌توب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.

د مسوولینو په خبره، دغه دښمني ۴۰ کاله مخکې د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د درېیو کورنیو ترمنځ د محیطي ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو.

د سرپل د استناف محکمې رییس مولوي یارمحمد عمري په دې اړه جوړه شوې شورا کې وویل، لکه څرنګه چې الله (ج) د قصاص حکم کړی، همدا ډول یې پر سوله او بښنه هم ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړه د دغو درېیو کورنیو ترمنځ سوله د دې لامل کېږي څو دوی وکولای شي بې له کومې وېرې خپل ورځني کارونه ترسره کړي او د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

بلخوا، د سرپل امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري وویل: «بښنه او عفوه د خلکو ترمنځ د ارام ژوند لامل کېږي، خوښ یو چې دغو درېیو کورنیو نن د خپلو سپین‌‌ږیرو غوښتنه ومنله او یو بل ته یې د دوستۍ لاسونه ورکړل.»

هغه له دغو درېیو کورنیو وغوښتل چې دغه دښمني به د تل لپاره له زړه باسي او نور به د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي.

د دښمنو کورنیو یوه سپین‌ږیري غړي وویل، څلوېښت کاله مخکې د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د محیطي ستونزو له امله د دغو درېیو کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته شوه چې تر اوسه یې دوام درلود او له دواړو لوړو دوه کسان هم په‌کې وژل شوي وو.

هغه زیاته کړه، د یادې دښمنۍ له امله د اړوندو قومونو دوه بندي کسان به هم ازاد شي.‎

یوه قومي مشر حاجي علم وویل، له یوه کال راهیسې یې سولې ته د یادو کورنیو رسولو لپاره هڅې پیل کړې وې چې له نېکه‌مرغه نن یې نتیجه ورکړه.

هغه زیاته کړه چې دغه فرهنګ باید په ټولنه کې ‎پیاوړی شي او د خلکو ترمنځ شته شخړې د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو د منځګړي‌توب له لارې هوارې شي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version