Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې لېوني سپیانو په تېر یوه کال کې ۴۱ کسان داړلي

ګردېز (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتیا د روغتیا برخې مسوولين وايي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز او دوه ولسوالیو کې ۴۱ کسان لېوني سپیانو داړلي دي.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د ډېټابس مسوول ډاکټر ضیاوالحق صابر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر یو کال په مرکز ګردېز، جانيخیل او ځاځي‌اریوب ولسوالیو کې ۴۱ کسان لېونیو سپیانو داړلي دي.

هغه وايي: «مونږ یوازې هغه ارقام ثبت کړي چې خلکو یې مونږ ته مراجعه کړې، کېدای شي ارقام تر دې لوړ وي.»

هغه زیاته کړه چې دوی روغتیایي ټیمونه سیمو ته هم لېږلي، څو هغه کسان چې لیونیو سپیو داړلي دي واکسین ورته تطبیق کړي.

بل لور ته خلک هم د لیونیو سپیانو له ډېرېدو شکایت کوي.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي غازي پژواک ته وویل چې په دې ورستیو کې کوڅه ډب او لیوني سپي ډېر شوي دي.

هغه وویل چې څو میاشتې وړاندې يې یو زوی او یوه لور سپیانو داړولي وو.

هغه وايي: «بیا مې د ګردېز حوزي روغتون ور وستل، هلته یې دواړو ته درې- درې ځلې واکسین وکړ.»

دغه راز، د څمکنیو اوسېدونکي سخي‌جان پژواک ته وویل، د دوی د کورنۍ غړو په ګډون په دې ولسوالۍ نهه کسان په تېر یو کال سپیانو داړلي دي.

هغه له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې د لېونیو سپیانو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د پلازمېنې کابل په سړکونو کې هم د شپې له مخې ګڼ شمېر کوڅه‌ډب سپي تر سترګو کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.