Pajhwok Afghan News

بغلان او سرپل کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

پلخمري – سرپل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د ۱۸ او د سرپل په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېب‌بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري امیرمحمد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د کورني کرکټ د ټېپ‌بال فدراسیون له لوري د دغه ولایت د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ تېر ورځ د بابر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې پیل شوې وې.

د مومن خان په نوم یو ځوان چې د یادو سیالیو مالي لګښت یې پر غاړه اخیستی، وايي، موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

هخوا بیا په سرپل ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د «اسلامي امارت» په نوم د کرکټ سیالۍ د سرپل ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو لوبو یوه مسوول محمد نسیم پژواک ته وویل، یادې سیالۍ یې د اتو لوبډلو په ګډون ۲۰ ورځې وړاندې پیل کړې وې چې نن پای ته ورسېدې.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم په یادو ولایتونو کې دغه ډول سیالۍ ترسره شوې دي.

Views: 13

Exit mobile version