ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون په اړه بېلابېلې تبصرې

د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون په اړه بېلابېلې تبصرې

author avatar
18 Feb 2024 - 11:33
د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون په اړه بېلابېلې تبصرې
author avatar
18 Feb 2024 - 11:33

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): یو شمېر شنونکو د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون ستایلی، خو ځینو بیا لیکلي چې باید ګډون یې په کې کړی وای؛ ځکه دا ښه موقع وه چې خپل دریځ او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې دوه ورځنی کنفرانس نن د اسلامي امارت له ګډون پرته پیلېږي.

د راپورونو له مخې، په ياده ناسته کې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب، افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري او دغه راز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي او ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ترڅنګ په ياده ناسته کې به د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي: «بهرنیو چارو وزارت م.م. ته واضحه کړې چې که اسلامي امارت د یوازېني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او که د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.»

بېلابېلې تبصرې

خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سمیع یوسفزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د قطر په نړۍوال کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون به مایوسه کوونکې پایلې ولري، ملګري ملتونه ډېر لیواله ښکارېدل چې طالبان به په دې غونډه کې ګډون وکړي، که طالبانو د کنفرانس په اړه ملحوظات لرل، د احتجاج په ډول به یې د ټیټیې رتبې هییت لېږلی وای.»

هغه لیکلي چې «طالبان» یو ستر حقیقت او قوت دی، خو د څو مېرمنو د ګډون له امله یې میدان خالي پريښودل نه و په کار، دا ښه موقع وه چې خپل موقف او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخواني مشر عبدالستار سعادت لیکلي، د دوحې ناسته وروستی فرصت نه دی چې په ارزښت کې یې مبالغه وشي؛ خو ډېر بې ارزښته ښودل یې د وضعیت د سیاسي تحلیل کمښت ښیي.

هغه لیکلي: «غټ مشکل دا دی چې نړۍواله ټولنه پخواني اکټونه او فېشن تکراروي؛ دا «سیاسي تغافل» دی. له بل پلوه د «نا» دېپلوماسي تر ټولو اسانه او بېکاره دېپلوماسي ده.»

د نړۍوال چارو شنونکي واحد فقیري بیا لیکلي: «د طالبانو دا فیصله به هغوی لا منزوي کړي، د طالبانو د مخالفانو دا استدلال به لا غښتلی شي چي وايي د طالبانو سره تعامل عبث او بې فایدې دی.»

هغه ویلي چې په دې کار سره به له افغانستان سره د غرب مرستې کمې شي او «طالبان» به داسې معرفي شي چې له خپلې خبرې نه تېریږي.

د سیاسي چارو شنونکي قاضي نجیب‌الله جامع لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د کابل، نه ګډون دلایل منطقي او د بې محتوی سناریوګانو پر وړاندې سم دریځ دی.

هغه زیاته کړې: «د افغانستان د مسلې واقعیت دا دی چې سرپرست حکومت یوازنی مسوول افغان اړخ دی او نړۍ که په ریښتیا د افغان مسلې راټولول او حل غواړي، نو له کابل سره باید ژورو او مانادارو خبرو ته رامخکې شي.»

لیکوال مجید قرار بیا لیکلي: «د قطر غونډه او د قطر ټول جریان د امریکایي ګټو د تأمین لپاره دی، او افغانان یوازې په کې استعمالېږي، له بده مرغه د امریکا ګټې د افغانانو له ګټو سره په ټکر کې دي، مشکل د قطر له همدې جریانه را پېښ دی؛ ځکه نو د قطر له جریان سره همکاري د ستونزې ژورول دي.»

د سیاسي چارو شنونکي ذاکر جلالي بیا لیکلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې ناسته کې د ګډون بلنې او ټینګار وښوده چې غونډه کې د امارت ګډون د ناستې مبتکرينو ته خپل ځانګړی ارزښت درلود؛ د امارت بلنې ثابته کړه چې هېڅوک نه شي کولای د افغانستان اړوند بحثونو کې اسلامي امارت له پامه وغورځوي.

هغه لیکلي: «امارت د ناستې او د خپل پلاوي په اړه خپل نظر درلود او د ګډون او خبرو د څرنګوالي په اړه يې پوښتنې د ملګرو ملتونو استازو او نورو ګډونوالو سره مطرح کړې؛ په ناسته کې داسې ګډون چې د اجندا، بحثونو او ترکيب په اړه يې کافي وضاحت نه وي، ګډون بې‌محاسبې اقدام ګڼل کېږي؛ افغانستان د دوه‌نيمو کلونو مخکې په پرتله ډېر بدل دی، د افغانستان ارزښتونه، حاکميت او د پرېکړو استقلالیت د م.م. په ګډون هر لوري سره په تعامل کې د معاملې وړ نه دي.»

د هغه په خبره، د دوحې ناسته نه لومړنۍ ده او نه به هم وروستۍ وي؛ اوس ښه شوه م.م. او تاثيرلرونکو لورو ته د امارت دريځ واضح شو او په راتلونکي کې به ورته پام کوي.

لیکوال او خبریال ډاکټر حیدر لیکلي: «د یوې داسي ناستې نتیجه به هیڅ کله د افغانستان په اړه مثبته نه وی چې ناسته دې مشخصه د افغانستان په نوم جوړه شوې وي، او حاکم یې له اجنډا بې خبره وساتل شي، یا د ګونګې ونډې ته په کې اشاره وي.»

هغه لیکلي چې د فلسطین په قضایاوو کې د ملګرو ملتونو سازمان حیثیت او استقلالیت افغانانو ته ثابت دی.

په چین کې افغان سفیر بلال کریمي بیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشارې لیکلي: «دا تاریخي اعلامیه په حقیقت کې زموږ د غلیمانو د شومو دسیسو لپاره یوه سونامي ده، په دې اعلامیې سره د هر ازاد، مسلمان افغان تنده ماتېدلای شي، دا اعلامیه واقعاً چې د یو مدبر او د مسائلو له عمق څخه د اګاه قیادت پر سالمه او سنجیده رهبري باندې دلالت کوي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک نظام په توګه ټولې پرېکړي د دین، ولس او د خپل هېواد د علیا منافعو لپاره کوي.

د هغه په خبره، دا په نظام پوري اړه لري چې په کومه غونډه کې ګډون کوي او په کومه کې یې نه کوي، اسلامي امارت تېر دوه کلونه ثابت کړل چې په ټولو پرېکړو کې مستقل او د هیچا تر اغېز لاندې نه دی.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.