ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مشرې د دوحې ناستې د پایلو او ځانګړي استازي ټاکلو په تړاو له متقي سره خبرې وکړې

د یوناما مشرې د دوحې ناستې د پایلو او ځانګړي استازي ټاکلو په تړاو له متقي سره خبرې وکړې

author avatar
23 Feb 2024 - 01:28
د یوناما مشرې د دوحې ناستې د پایلو او ځانګړي استازي ټاکلو په تړاو له متقي سره خبرې وکړې
author avatar
23 Feb 2024 - 01:28

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د مشرې له خولې ویلي چې د نوي ځانګړي استازي په ټاکلو کې باید داسې اقدام ونه شي چې د افغانستان له حکومت سره کار پیچلی کړي.

د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټریش په مشرۍ د سلواغې په ۳۰مه پای ته ورسېد، خو په دې ناسته کې افغانستان لپاره ځانګړی استازی ونه ټاکل شو.

په دغه کنفرانس کې د ۲۸ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پلاوو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼ کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې مېرمن روزوا اتنبایوا د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناستې، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او د م.م د سرمنشي له اړخه یې وویل چې له افغان حکومت سره باید سلامشورې وشي.

هغې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نظره باید د استازي په ټاکلو کي داسې اقدام ونه شي چې د افغانستان له حکومت سره کار پیچلی کړي.

د یوناما مشرې وویل: «که ګډونوال هېوادونه سلا شي، په دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي څو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به له تاسې سره پراخې سلامشورې کېږي.»

مېرمن اتنبایوا وایي، د دوحې ناستې ګډون‌والو د افغانستان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وویل، د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نږدې څارله او ولیدل شول چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.

هغه زیاته کړه : «موږ هیله مند یو چې له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستې ښې پایلې ولري.»

د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه وبلله چې له کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلامشورې ترسره شي.

د دوحې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو له ناستې یوه ورځ مخکې امارت له دې امله په کې له ګډون څخه انکار وکړ چې د هغوی غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.

د ملګر و ملتونو سرمنشي له ناستې وروسته چې د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته ورشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله؛ ګوټریش هیله وښوده چې د هغوی استازي به په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

ګوټریش وویل، د افغانستان سرپرست حکومت په دې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې په وینا یې، ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

نوموړي د دوحې کنفرانس ډېر ګټور وباله او ویې ویل چې ګډونوالو په کې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.

ده زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته راشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ګوټریش هیله وښوده چې د هغوی استازي په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

نوموړي‌ د دوحې غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړۍوالو ژمنو عملي کولو توان ولري.»

هغه زیاته کړه: «افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه ولري.»

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.