ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غالۍ اوبدنې صنعت برخه کې ستونزې؛ افغاني غالۍ لا هم د نړۍ بازارونو کې د نورو هېوادونو په نوم پلورل کېږي

24 Feb 2024 - 19:07
24 Feb 2024 - 19:07

میمنه (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): فاریاب کې د غاليو اوبدونکي او سوداګر د هېواد دننه بانکي محدودیتونو او مارکېټ نشتوالي ته اندېښنه ښيي، وایي چې د غالیو په تولیداتو، پلور او صادراتو کې د تېرو کلونو په نسبت د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغوی په هېواد کې د غالیو د صنعت پیکه کېدو اصلي لامل افغانستان کې د ازاد بازار سیاست، د بهرنیو تولیداتو لکه غالۍ، ترکي او ایراني موکېتونه واردات، د هېواد دننه د مارکېټ نشتون او له پخوانیو نقشو او طرحو څخه استفاده بولي.

خو د سوداګرۍ وزارت وایي چې په افغانستان کې یې د غالۍ اوبدنې صنعت د ودې لپاره ډېرې هڅې کړې او راتلونکی کال د موسسو له لارې د غالیو اوبدلو د زده‌کړې او د دغه محصول دودولو لپاره لوی پرګرامونه لري.

د سرچینې په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان ۲ میلیون متره غالۍ او ګلیم صادر شوي دي.

د غالیو سوداګر

د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د غالیو یوه پلورنکي امین‌الله پژواک ته وویل چې د تېرو کلونو په نسبت د غالیو په تولید او پلور کې د پام وړ کموالی راغلی او دمګړۍ د دغه محصول بازار له رکود سره مخ دی.

نوموړي د غالیو د بازار رکود اقتصادي ستونزې، بانکي محدودیتونه او د هېواد دننه د مارکېټ نشتوالی یادوي او زیاتوي: «موږ په ډېرو ستونزو سره غالي اوبدو، مینځوو یې او قیچي کوو یې او پاکستان ته یې انتقالو، خو د افغانستان لاسي صنایع د پاکستان په مارک د اروپا او امریکا بازارونو ته صادرېږي او دا چې نوم او نښان د هغه هېواد وي ډېره دردوونکې ده.»

هغه په افغانستان کې د غالۍ اوبدنې صنعت د رکود بل عامل د بهرنیو تولیداتو واردول بولي، وایي چې ترکي او ایراني فرشونه له وطني غالیو سره په یوه بیه پلورل کېږي او اوسمهال یو متر وطني غالۍ او یو متر بهرنی فرش د افغانستان په بازارونو کې تر۲۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

امین‌الله وویل چې تېرو کلونو کې له بلجیمي تارونو جوړه شوې یوه شپږ متره غالۍ به په زرو ډالرو او په همدې اندازه له وطني تارونو جوړه شوې غالۍ په ۵۰۰ ډالره پلورل کېدې، خو اوس بلجیمي په ۵۰۰ او وطنۍ له ۳۰۰ ډالرو په کمه بیه پلورل کېږي.

هغه له حکومته د غالیو د صنعت او سوداګرۍ غوړېدو برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه، او ویې ویل، حکومت باید بانکي محدودیتونه لرې کړي، داخلي او بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره کړي څو له دې وروسته د افغانستان غالۍ له هېواده نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم صادرې شي.

نوموړي دغه راز له هغو سوداګرو چې له هېواده بهر فعالیت لري، غوښتنه وکړه: «اوس په هېواد کې امنیت تامین شوی، راشئ د افغانستان د غالیو او ګلیمونو د ودې په موخه پانګونه وکړئ، خلکو ته د کار زمیه برابره کړئ او خپله سوداګري ښه کړئ.»

د اندخوی یوه بل غالۍ پلورنکي حمید‌الله معلم وویل چې هېواد ته د بهرنیو فرشونو او غالیو وارداتو، د وطني غالیو تولید او تجارت له رکود سره مخ کړی او صنعتګر په ډېر بد حالت کې دي.

معلم وویل چې دې وروستیو کې خلکو په ځانګړي دول ښځو د بې‌کارۍ او کمزوري اقتصاد له امله غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، خو د بې‌کیفیته غالیو او پلاستیکي فرشونو په بېلابېلو ډیزاینونو او ارزانې بیې سره د خلکو توجه جلبه کړې او د وطني غالیو صنعت یې له رکود سره مخ کړی دی.

نوموړي وویل چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله بې‌کیفته ترکي او ایراني فرشونه پېري چې له یوه کال وروسته د استفادې وړ نه وي، خو که له وطني غالۍ څومره استفاده وشي ارزښت یې نه کمېږي.

هغه زیاته کړه: «مخکې چې درېیو کسانو به په درېیو میاشتو کې یوه شپږ متره قالینه اوبدله، په میاشت کې یې لس زره افغانۍ ګټه کوله، خو اوس له درېیو تر څلورو زرو ډېره ګټه نه لري، موږ په هېواد کې د شته امنیت له امله له حکومت مننه کوو او هیله لرو چې له افغانستانه نړۍوالو بازارونو ته د غالیو د انتقال او بازار موندنې برخه کې توجه وکړي، په ګمرکونو کې دې پر بهرني فرشونو او غالیو مالیات لوړ کړي څو د وطني غالیو بازار وغوړېږي.»

د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې یوه بل غالۍ پلورنکي محمدصالح رییس هم د غالیو بازار له پيکه کېدو شکایت درلود او ویې ویل چې مخکې به اندخوی ته بهرني او ملي سوداګر راتلل، خو له تحول وروسته تګ راتګ نه لري.

هغه وویل: «مخکې مو د یوې شپږ متره غالۍ اوبدلو لپاره اوبدونکو ته لازم توکي او ۱۵ زره افغانۍ ورکول، قالینه به ۱۸ زره افغانۍ تمامېده او په ۲۰ زره افغانۍ به پلورل کېده، خو اوس د غالیو کم‌رنګه بازار ته په کتو د یوې شپږ متره غالۍ اوبدونکي ته شپږ زره افغانۍ ورکوو، ۹۰۰۰ تمامېږي او هغه ۹۵۰۰ افغانۍ پلورو.»

غالۍ اوبدونکي

د اندخوی یو غالۍ اوبدونکی محمدعثمان چې له بلجیمي تارونو جوړه شوې یوه یونیم متره غالۍ یې مارکېټ ته د پلور لپاره راوړې، وایي چې دوه کاله مخکې یې دا ډول قالینه په دوه سوه ډالره پلوره، خو اوس له ۱۰۰ ډالرو په لوړه بیه نه پلورل کېږي.

عثمان وویل: «دا غالۍ دوو کسانو په ۴۰ ورځو کې اوبدلې، په دې ۶۵ ډالره لګښت راغلی، که په ۱۰۰ ډالرو یې وپلورم نو ۳۵ ډالره ګټه کوي او د اوبدونکو مزد په ورځ کې ۵۰ افغانۍ هم نه کېږي.»

۸۴ کلن پریم نظر چې څو قالینچې یې بازار ته د پلور لپاره راوړې دي، وایي، مخکې به چې څنګه مارکېټ ته داخل شو هره یوه قالینچه به یې په زر افغانۍ پلورل کېده، خو اوس ۵۰۰ افغانۍ هم خریدار نه لري.

هغه وویل چې څه باندې ۶۰ کاله يې د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ نفقه د غالۍ اوبدنې له لارې برابره کړې او ښه روزګار یې درلود، خو له څو کلونو راهیسې غالۍ نه بازار لري او له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د غالۍ اوبدولو ماهر کارګران

عبدالرحمن چې په ماشین یې غالۍ قیچي کوله پژواک ته یې وویل، تر دوو کلونو مخکې یې کارو‌بار ښه و او دوه کسانو په یوه ورځ کې ۲۰۰ متره غالۍ قیچې کولې او د هر یوه متر په بدل کې یې ۲۰ افغانۍ تر لاسه کولې، خو په اوسنیو شرایطو کې سوداګر کمې غالۍ پېري او صاردوي یې، چې یوه ورځ کې له ۶۰ تر ۷۰ مترو ډېرې نه قیچي کوي.

۲۵ کلن خیرالله چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ نفقه ګټوونکی دی او د غالۍ څنډلو په یوه کارخونه کې کار کوي، وايي، مخکې یې په ورځ کې د ۴۰۰ مترو غالیو او ګلیمونو څنډې ځونډي کولې او په هر یوه متر یې ۱۰ افغانۍ ترلاسه کولې، خو دې وروستیو کې دغه کارخونه کې لږ غالۍ او ګلیمونه بسته‌بندي کیږي او له ۲۵۰ مترو ډېرې نه شې ځونډي کولای.

د سوداګرۍ خونه

د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس عبدالحمید نیازی هم وایي چې ترکي او ایراني غالیو واردول، د نړۍوالو بازارونو له معیارونو سره سم د غالۍ مینځلو او بسته‌بندۍ د کارخونو نشتون، له معمولي رنګونو او نقشو استفاده د غالیوبازار پیکه کېدو لاملونه دي.

خو نیازی په ګمرکونو کې په بهرنیو غالیو مالیات لوړول، د امریکا او اروپا بازارونو له معیارونو سره سم د غالیو مینځلو او بسته‌بندۍ کارخونو جوړول له د دې ستونزې حل ‌لاره بولي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د غالیو مینځلو او بسته‌بندۍ کارخونو نشتون د دې لامل شوي چې سوداګر د دغه هېواد غالۍ پاکستان ته ولېږدوي او د هغه هېواد په نوم یې نړۍوالو بازارونو ته صادرې کړي.

هغه وویل، د میاشتې په اندخوی او اقچې کې یو کانتینر غالۍ مینځل او بسته‌بندي کېږي او د اقینې بندر له لارې ترکیې بیا له هغه ځایه امریکا ته صادرېږي که د افغانستان غالۍ د هېواد دننه په معیاري ډول بسته بندي شي، هیڅ سوداګر لېواله نه دی چې پاکستان ته یې انتقال کړي.

د غالۍ اوبدنې صنعت پر وړاندې د ستونزو په اړه د حکومت نظر

د فاریاب ولایت د مقام ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي د دغه ولایت د غالۍ اوبدونکو او سوداګرو د دغه محصول د بازار رکود په اړه شکایتونه تاییدوي، وایي، کومې غالۍ چې په اندخوی او دولت‌اباد ولسوالیو او شاخ سیمه کې تولیدېږي، نړۍوال شهرت او ښه صادرات یې لرل، خو دې وروستیو کې دا صنعت له رکود سره مخ ده.

مرادي هم د غالیو د بازار پیکه کېدو لامل د ایراني او ترکي غالیو د وارداتو زیاتوالی بولي.

نوموړي زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به دوی د غالیو له تولیدونکو او سوداګرو سره ناسته ترسره کړي او د هغوی ستونزې اوري او د اړوند وزارت له چارواکو سره یې مطرح کوي څو یو حل‌لاره پیدا شي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند‌زاده عبدالسلام جواد پژواک ته وویل چې دغه وزارت په هېواد کې د غالیو اوبدنې صنعت د ودې په موخه ډېرې هڅې کړې د موسسو له لارې د غالۍ اوبدلو زده‌کولو او د دغه محصول دودولو لپاره پراګرامونه لري، د هېواد دننه د غالیو مینځلو کارخونې چمتو دي، له دې وروسته به د افغانستان غالۍ د پاکستان یا نورو هېوادونو په نوم بهر ته صادر نه شي.

اخندزاده زیاته کړه، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه د ۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۲ میلیون متره غالۍ او ګلیمونه پاکستان، ازبکستان، ایټالیا، ترکیې، امریکا، هند، المان، متحده عربي امارت، چین او د سیمې نورو هېوادونو ته صادرې شوې‌ دي.

هغه پر بهرنیو غالیو د لوړ ګمرکي محصول په اړه وویل: «هغه مهال کولای شو چې ګمرکي محصولات لوړ کړو چې په افغانستان کې بیه مناسبه وي او ټول ورته لاسرسی ولري، له بلې خوا ډاډ تر لاسه کړو چې زموږ تولیدات په داخل کې بسنه کوي.»

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي چې دمګړۍ په هېواد کې هیڅ ډول بانکي محدودیت نشته، کله چې کوم سوداګر له ستونزو سره مخ کېږي، له دغه وزارت سره دې په اړیکه کې شي څو ورسره لازمه همکاري وشي.

کارپوهان

د غالیو د تولید او سوداګرۍ یو کارپوه او غالۍ پلورنکی عبدالله وایي چې د غالیو صنعت د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال او له هغه وروسته د افغانستان په ځانګړي ډول د فاریاب د خلکو یوه عایداتي سرچینه وه، خو جګړو د جمهوریت نظام د ازاد بازار سیاست او له پخوانیو نقشو څخه استفادې دا صنعت له له منځه تلو سره مخ کړی دی.

نوموړی وایي، که له خالصو وړیو جوړه شوې یوه شپږ متره وطني غالۍ ۲۰۰ ډالره ارزښت ولري، ایراني او ترکي ماشیني غالیو بیه تر ۸۰ ډالرو رسېږي چې دغه د ازاد بازار سیاست غالۍ اوبدنکي بې‌کاره کړي او نور هېوادونه یې مولد کړي دي.

هغه د ایراني او ترکي غالیو پر وارداتو بندیز اوس مناسب نه بولي، خو زیاتوي چې د ستونزې د حل او د غالۍ اوبدنې صنعت ودې لپاره پر وارداتو د ګمرکي محصول ډېرول ګټور تمامېدای شي؛ ځکه له یوې خوا به د حکومت د خزانې عاید لوړ شي او بلې خوا به داخلي تولیدوونکي وهڅول شي.

دغه کارپوه په هېواد کې د غالیو د صنعت غوړېدو او ودې لپاره حکومت او نړۍوالو مرستندویانو ته داسې وړاندیز کوي: «د اندخوی صنعتي پارک چې د جمهوریت پرمهال ۲۰ زرو کسانو ته کار زمینې برابرولو په موخه پیل شوی و، ځمکه یې د مافیایي کړیو له خوا غصب شوې وه چې باید بشپړ او فعاله شي، غالۍ اوبدنکي اوس هم د ۵۰ کلونو پخوا نقشونه کاروي، حکومت باید حد اقل د غالیو اوبدلو زده کولو او د نقشې جوړولو کورسونه جوړ کړي څو غالۍ د نړۍوال مارکېټ د تقاضا مطابق تولید شي.»

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version