جلالاباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولین وايي، تېر يوه کال کې ۲۶ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې، د ۵۳ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او ۱۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رییس مفتي حبيب حضرت حقاني نن د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په دغه ولايت کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په موخه يې ۷۵۰۰ نوي ښوونکي په دندو ګمارلي او ډاډ يې ورکړ چې په دغه ولايت کې د خيالي ښوونکو او زدهکوونکو مخه نيول شوې ده.
هغه زياته کړه، ننګرهار کې د ښوونیز سيسټم بله ستونزه د ښوونځيو د ودانيو کمښت دی چې تېر کال يې ۲۶ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړې، د ۵۳ ښوونځيو ودانۍ یې بیارغولې دي او ۱۶ ښوونځيو لپاره یې د احاطې دېوالونه جوړ کړي دي.
نوموړي وویل، په دغه ولايت کې د زدهکوونکو د کتابونو ستونزه هم تر ډېره حل شوې؛ روان کال څلورنيم ميليونه نوي کتابونه هم دغه ولايت ته راغلي چې یو شمېر یې وېشل شوي او د نوي ښوونيز کال له پيل سره به يې د نورو وېش هم پيل شي.
په ننګرهار کې ټولټال ۹۱۹ ښوونځي شته چې د نجونو په ګډون پهکې ۸۲۱ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP