ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

هرات کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
28 Feb 2024 - 19:22
هرات کې یوې مېرمنې لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
28 Feb 2024 - 19:22

هرات (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): هرات کې یوې مېرمنې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو سره دغه ولایت کې ۴۰ بې‌وزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د خیاطۍ په دې مجهزه کارګاه کې چې هره ورځ د ښځو او ماشومانو جامې او د ښوونځي او ځینو خصوصي شرکتونو یونیفورمونه ګنډل کېږي او دغه راز ښځو ته په کې په وړیا ډول د خیاطۍ زده‌کړه هم ورکول کېږي.

د یادې کارګاه یوې کارکوونکې او د خپلې کورنۍ یوازېنۍ نفقه برابروونکې مدینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې کارګاه په جوړېدو او ورته د کار زمینې په برابرېدو ډېره خوشحاله ده او هره میاشت له پنځو څخه تر اتو زرو پورې عاید لري چې په اوسنيو شرایطو کې پرې د کورنۍ مالي ستونزې حلولی شي.

هغې زیاته کړه، هره ورځ له پنځو څخه تر شپږو جوړو جامې ګنډي او دا چې دلته یوازې ښځینه کارکوونکي دي او مدیریت یې هم د ښځې په لاس کې دی، د امنیت احساس کوي.

د خیاطۍ د یادې کارګاه یوې بلې کارکوونکې سمیې وویل، دې کارګاه کې د یوې مېرمنې له لوري لسګونه بې‌وزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې چې دې چارې د دوی پر ورځني ژوند مثبت اغیز کړی دی.

اغلې سیمه زیاتوي، یادې تولیدي کارګاه کې د جامو ګڼدلو ترڅنګ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړه هم ورکول کېږي او هغه مېرمنې چې دلته پر کار بوختې دي، ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او اړتیا ده څو د کارکوونکو مېرمنو د ملاتړ په موخه د دوی محصولاتو ته بازارموندنه وشي او د حکومت له لوري نندارتونونه جوړ شي.

د یادې کارګاه یوه ښوونکې ضیاګل اکبري چې له څلورو کلونو راهیسې په دې برخه کې تدریس کوي، وايي چې اوسمهال دې برخه کې ۲۵ شاګردانې لري.

ورته مهال، د «انګشت طلا» کارګاه مسووله عابده علیزایي وايي، دغه کارګاه هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ جوړه جامو ګنډلو ظرفیت لري چې په عمده توګه یې بازار او مارکېټونو ته د خرڅ لپاره وړاندې کوي او دې کارګاه کې نږدې ۴۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

علیزایي د خپل پانګونګې او عاید په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې کارګاه یې هرات بازار ته د تولیداتو وړاندې کولو ترڅنګ د کابل، فراه، نیمروز او میمنې بازارونو ته هم جامې لېږدوي او میاشت کې یو ځل د پاکستان، ایران او ترکیې بازارونو ته هم صادارت لري.

د یادې کارګاه مسووله وايي، حکومت یې تر اوسه په مستقیمه توګه هیڅ ملاتړ نه دی کړی، یادې کارګاه کې مېرمنو ته په وړیا ډول د خیاطۍ زده‌کړه ورکول کېږي او وروسته له زده‌کړو د هغوی وړتیا په کتو د کارګاه له لوري ورته معاش ټاکل کېږي چې دې چارې د بې‌وزلو کورنیو پر مالي وضعیت مثبت اغیز کړی دی.

ورته مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت وايي چې دوی د موسسو او حکومتي ارګانونو په مرسته د نږدې ۲۵۰۰ کسانو ملاتړ کړی چې دغه ملاتړ یا په مالي برخه کې و، یا د تجهیزاتو برخه کې او یا د کار او زده‌کړې د ودې په برخه کې.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځینه کارکوونکو ملاتړ برخې ته ډېره پاملرنه کوي او هڅه کوي څو له بېلابېلو لارو د کوچنیو او لویو سوداګرو او صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، هرات کې د لوېدیځ زون د مېرمنو د سوداګرۍ خونو په ریاست کې اوسمهال ۷۵۰ مېرمنې په مستقیمه توګه او ۵۰۰۰ مېرمنې په غیر مستقیم ډول په فعالیت بوختې دي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په وینا، دا شمېر د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې ۵۰ مېرمنو ته رسېده.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.