ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال بدخشان کې د شاتو تولید ۵۰ سلنه ډېر شوی

سږ کال بدخشان کې د شاتو تولید ۵۰ سلنه ډېر شوی

author avatar
28 Feb 2024 - 17:26
سږ کال بدخشان کې د شاتو تولید ۵۰ سلنه ډېر شوی
آرشیف
author avatar
28 Feb 2024 - 17:26

فیض‌اباد (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): «د شاتو مچیو پالنه او د افتونو او ناروغیو کنټرول» ښوونیز پروګرام په داسې حال کې په بدخشان کې د مچیو ساتنې صنعت د ودې په موخه جوړ شوی چې د مسوولینو په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې د تېر کال په نسبت پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب‌الدین دهنوي وایي چې دغه ریاست د مچیو  فارم‌لرونکو له اتحادیې سره په ګډه د شاتو د مچیو ساتنې مهارتونو لوړولو او د افتونو او ناروغیو په موخه په خاش، جرم، وردوج، بهارک او شهدا ولسوالیو کې ۲۵۰ د مچیو فارم‌لرونکو ته د مچیو د روزنې لس ورځنی پروګرام په لاره اچولی دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال بدخشان کې د تېر کال په پرتله د مچیو ساتنې او د خالص شاتو تولید برخه کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د هغه په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې د مچیو ساتنې په ۳۷۴ کوچنیو او غټو فارمونو کې د شاتو مچیو له ۸۸۹۹ صندوقونو ۹۸ ټنه خالص شات تولید شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د شاتو تولید ۴۸ ټنه ښودل شوی و.

هغه زیاتوي چې د بدخشان مناسب اقلیم او د طبي بوټو ډېروالي د خالصو شاتو تولید لپاره زمینه برابره کړې، خو د دغه ولایت د شاتو کلني تولیدات د اورښتونو په کچې او د مچیو پالنې پورې اړه لري.

ورته مهال، د جرم ولسوالۍ د مچیو یو فارم‌لرونکی محمدعارف چې په یاد ښوونیز پروګرام کې یې ګډون کړی، وايي چې څلور کاله مخکې یې د شاتو مچیو په څلورو صندوقونو د مچیو ساتل پيل کړي چې اوسمهال د شاتو مچیو له ۵۰ ډېر صندوقونه لري.

هغه زیاتوي چې د شاتو کلني تولیدات د اورښتونو له کچې او د غرنیو بوټو او وښو په ډېرېدو پورې اړه لري او ځیني کلونه څه باندې ۱۰۰ منه شات تولیدېږي چې یو کیلو خالص غرني شات له ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې پلوري.

هغه د یاد پروګرام له جوړېدو خوښې څرګندوي، وايي چې که د مچیو فارم‌لرونکي د مچیو ساتنې د مهارتونو په اړه معلومات ولري، کولای شي د مچیو د افتونو او ناروغیو مخه ونیسي، له دې پرته به یې مچۍ د افتونو او مرضونو له امله تلف او له منځه لاړې شي.

هغه د کرنې له ریاست او همکارو موسسو غواړي چې د مچیو ساتنې صنعت د ودې په موخه دې ته ورته پروګرامونه په لاره واچوي او دوی ته دې د مچیو له افتونو سره د مقابلې لپاره د اړتیا وړ درمل ورکړي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.