Pajhwok Afghan News

افغانستان کې پر بشري وضعیت د بنېټ اندېښنه؛ مجاهد: د ا.ا پر وړاندې د پروپاګند هڅه ده

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی په افغانستان کې بشري، په تېره د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بولي، خو مجاهد دا څرګندونې ردوي او د ا.ا پر وړاندې یې د پروپاګند هڅه بولي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارد بنېټ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۵ پړاو نهمه غونډه کې ویلي: «له ښځو سره د طالبانو د دوه‌ګوني چلند مسئله باید نه یوازې په نړۍواله جنايي محکمه، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې د بشري حقونو د نقض اړوند قضیې په کې فیصله کېږي.»

ریچارد بنېټ ادعا کوي چې په افغانستان کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د بشري حقونو برخه کې بدلون نه دی راغلی.

د ده په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو پر وړاندې دوه‌ګونی چلند سیستماتیک کړی او هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان دي، کېدای شي «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي.

دی زیاتوي چې د سرپرست حکومت چارواکي د عمومي عفوې فرمان پلي کېدو ته هم ژمن نه دي او له زندانیانو سره د چلن په اړه له خپلو لارښوونو سرغړونې کوي او شکنجه کوي یې.

د ده په وینا، په تېرو دوو اونیو کې په بامیان، غزني، جوزجان او لغمان کې یې په عام محضر کې خلک په دُرو وهلي او اعدام کړي یې دي چې دغه کار د بشري حقونو برخه کې د افغانستان له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې د درې ګونو محکمو د حکم له مخې، په غزني، لغمان او جوزجان کې پر قاتلینو د قصاص حکم پلی شوی، په بامیانو کې څو کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.

د بنېټ په خبره، په افغانستان کې قومي او مذهبي لږه‌کۍ تر ډېر فشار لاندې دي، پر شعیه‌ګانو هدفي بریدونه له تېر راپوره  تر دې مهاله زیات شوي او که څه هم د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی، خو دې چارې د قومي او مذهبي لږه‌کیو په منځ کې وېره ډېره کړې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د خبرو په غبرګون کې ویلي چې د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنېټ راپور بیا هم د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده.

مجاهد ویلي، د پخوا په نسبت ټول افغانان، ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحي مصئونیت لري، څوک د چا پر حق تجاوز نه شي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

مجاهد د بنېټ د راپور له وړاندې کولو مخکې پر خپله اېکس پاڼه په غزه کې د بشري وضعیت اړوند یوه ویډیو خپره کړې وه او ورسره یې لیکلي وو چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه ګټه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې له بشریت سره دغسې چلن روان دی.

Views: 29

Exit mobile version