Pajhwok Afghan News

د افغانستان جودو ملي لوبډله نړۍوالو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه ازبکستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د جودو ملي لوبډله نړۍوالو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ترسره کولو لپاره ازبکستان ته تللې ده.

د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د جودو ملي فدراسیون او د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ د راتلونکو نړۍوالو المپیکي لوبو ته د چمتووالي په موخه د جودو ۱۲ کسیزه ملي لوبډله چې یو داخلي روزنکی یې ملتیا کوي، تېره ورځ د تمریناتي کمپ په موخه ازبکستان هېواد ته ولاړه.

سرچینې ویلي، دغه تمريناتي کمپ چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي، موخه يې راتلونکو نړۍوالو المپيکي سياليو ته چې په تاجکستان او ترکيې هېوادونو کې ترسره کېږي، لا بشپړ چمتووالی دی.

دغه راز، دا تمریناتي کمپ په داسې حال کې ترسره کېږي چې یوه نیمه میاشت وروسته به د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۷۰ هېوادونو ترمنځ نړۍوالې سیالۍ پیل شي.

Views: 13

Exit mobile version