ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

author avatar
16 Mar 2024 - 00:59
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
author avatar
16 Mar 2024 - 00:59

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

امنیت شورا پرون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې نن (جمعه) له غرمې وروسته به په دې اړه رایه اچونه وشي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر له خوا پر ځایي وخت (د کب ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو  ویلي چې د امنیت شورا غړو هېوادونو د رایو په اتفاق سره هغه مصوبه پاس کړه چې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره د تمدید غوښتنه په‌کې شوې وه.

سرچینې زیات کړې چې د یوناما دغه ماموریت به د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې دوام وکړي.

امنیت شورا د افغانستان له ټولو اړخونو غوښتي چې له یوناما سره د ماموریت په ښه ترسره کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز یادې شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د افغانستان وروستیو حالاتو په تړاو په هرو درېیو میاشتو کې راپور دې شورا ته وړاندې کړي.

د یوناما ماموریت چې تېر کال تمدید شوی و، ټاکل شوې سبا (شنبه) پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، یوناما په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د افغانستان د وخت حکومت په غوښتنه جوړ شوی و.

[/restrict]

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.