جلالاباد (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د کوکنار اړولو کمپاين پر مهال په ۱۳ ولسوالیو کې د کوکنارو ۷۵ جریبه کښت له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د کب په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوکنارو اړولو کمپاين پرمهال په تېرو دوه ورځو کې په ۱۳ ولسواليو کې پر ۷۵ جريبه او ۱۰ بېسوې ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، دا کوکنار په شينوارو، مومندرې، لعلپورې، اچين، کوټ، روداتو، چپرهار، سپين غر، پچيراګام، سره رود، خوږياڼو، کامې او هسکې مېنې ولسواليو کې له منځه وړل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونه به دغه کمپاین تر هغه وخته روان وساتي تر څو په ننګرهار کې د کوکنارو کښت په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
د يادولو وړ ده چې په ننګرهار کې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کوکنارو کښت اړولو کمپاین پیل شوی چې تر اوسه په ۴۰۰ جریبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP