Pajhwok Afghan News

مجاهد: خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): اسلامي امارت د خبریالانو ورځې په مناسبت ویلي، خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي او باید د اسلامي ارزښټونو او ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي.

په ۱۳۹۷  کال حکومت په رسمي توګه د تلې  ۲۷مه د «خبریال ملي ورځ» په  نوم ونوموله او پرېکړه یې وکړه چې یاده نېټه د یوې ملي ورځې په  توګه د هېواد په کالنۍ کې شامله شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په همدې مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبریالانوته مبارکي وایو، هغوی ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د لا ښه خدمت توفیق غواړو.»

هغه لیکلي، خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي او هیله یې کړې چې خبریالان د رسنیزو اصولو په نظر کې نیولو سره لا ډير هڅاند و اوسي.

د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ ټلوېزیونونه، څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې، نږدې ۱۰ خبري اژانسونه او ۱۴ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

Views: 34

Exit mobile version