ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۴۰ میګاهرټز فریکونسي څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته په اجاره ورکړل شوه

۴۰ میګاهرټز فریکونسي څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته په اجاره ورکړل شوه

author avatar
18 Mar 2024 - 17:45
۴۰ میګاهرټز فریکونسي څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته په اجاره ورکړل شوه
author avatar
18 Mar 2024 - 17:45

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ وزارت وایي، څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته یې څلوېښت میګاهرتز فریکونسي، د مزایدې له لارې د څه باندې ۹۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اجاره ورکړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د فریکونسیو دغه مزایده (بولۍ)  تېره ورځ ترسره کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د فریکونسي د مزایدې بهېر په درې بانډو کې ۱۸۰۰، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز کې ترسره شو.

هغه زیاته کړه چې اتصالات مخابراتي شبکه د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په بدل کې په ۱۸۰۰ مېګاهرټز بانډ کې پنځه مېګاهرټز، روشن د مخابراتي شبکه د څه باندې ۱۹ میلیون ډالرو په بدل کې د ۱۸۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د پنځه مېګاهرټز او د ام‌ټي‌ان مخابراتي شبکه د څه باندې ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو په بدل کې د ۲۱۰۰ مېګاهرټز بانډ کې د پنځه میګاهرټز بانډ کې د لس میګاهرټز فریکونسي ګټونکي شول.

هغه همدا راز وویل چې د اتصالات او افغانستان بیسیم مخابراتي شبکې د څه باندې دیارلس – دیارلس میلیون امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرټز ګټونکي شول.

حقاني وایي چې فریکونسي ملي شتمني ده پلورل کېږي نه بلکې په اجاره ورکول کېږي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت له راتګه مخکې په هېواد کې ۷۷۴۵ مخابراتي سایټونو وجود درلود چې اوس دغه شمېره ۸۱۶۴ ته رسېدلې  دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي هم وویل چې په ټوله کې کې د اتصالات مخابراتي شبکه د ۱۵ مېګاهرټز او د ام‌ټي‌ان او افغان بیسیم شبکې د لس – لس میګاهرټز فریکونیسو ګټونکي شول.

هغه وویل چې ۵۰ میګاهرټز فریکونسي بولۍ ته وړاندې شوې وه چې ۴۰ میګاهرټز فریکونسي یې په څه باندې ۹۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یادو شرکتونو ته ورکړل شوه.

د هغه په خبره، ترڅو پورې چې دغه شرکتونه د فعالیت جواز لري تر هغه وخت پورې فریکونسي دوی ته په اجاره ورکړل شوې ده.

الکوزي زیاته کړه چې د فریکونسي د مزایدې موخه په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره په افغانستان کې د یادې محدودې طبیعي سرچینې څخه څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د مخابراتي خدمتونو د لوړ کیفیت وړاندې کولو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېر شمېر افغانان په هېواد کې د مخابراتي شبکو د ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.