ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو

هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په ټول هېواد کې ۱۴۰۳ ښوونيز کال په داسې حال کې پیل شو چې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې اوس هم بندې دي.

د پوهنې وزارت له لوري نن (د وري لومړۍ نېټه) د (باکيفيته معارف، روښانه راتلونکي) تر شعار لاندې د ښوونځي زنګ په وهلو سره پيل شو.

په دې اړه نن د کابل په اماني عالي لېسه کې مراسم نیول شوي وو چې د پوهنې وزارت چارواکو ترڅنګ په کې د اسلامي امارت يو شمېر لوړپوړو چارواکو، د ښوونيزو حوزو منسوبينو او يو شمېر زده‌کوونکو ګډون درلود.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې وویل چې بې علمه ملت تل نورو ته احتیاج وي او بل ته احتیاج ملت هيڅکله مستقل کېدای نه شي؛ نو پر همدې اساس د ديني علومو ترڅنګ په عصري زده‌کړو او ټکنالوجۍ د افغان ماشومانو سمبالولو لپاره لا ډېر کار وشي.

حنفی زیاته کړه، چې تېر کال ۱٫۲ ميليونه نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي وو او تمه ده، چې سږ کال دغه شمېره تر دې هم لوړه شي‌.

ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا په دغو مراسمو کې وويل چې د ښوونيز بهير کيفيت ښه کول د پوهنې وزارت لومړيتوب دی او په دې تړاو ګړندۍ هڅې دوام لري.

هغه زیاته کړه، د ديني زده‌کړو ترڅنګ عصري زده‌کړې د ورځني ژوند جدي اړتيا ده او د پرديو له احتیاجه د خلاصون يوازېنۍ لار ټولنه په ديني او عصري علم سمبالول دي.

بلخو د پوهنې وزارت د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل کېدو په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې هېوادوالو ته د باکیفیته، عادلانه او متوازنو زده‌کړو برابرولو په موخه يې کړنلارې جوړې کړې او د تطبیق په موخه به يې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

دغه وزارت ویلي، د ۹۳ ښوونځیو تاسیس، له ابتدایه متوسطه ته د ۵۰ ښوونځیو ارتقاء، له متوسطه  لیسې ته د ۴۵ ښوونځیو ارتقاء، ۸ زره ښوونکو ته داخل خدمت د تحصیل زمینې برابرول، ۲۰ زره کډوالو او مجاهدینو تثبیت سویه او ښوونځیو کې شاملول او ۶۰ ښوونځیو ته د معیاري ودانیو جوړول د تېر کال مهمې لاسته‌راوړنې وې.

[/restrict]

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.