ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس د مرکز اوسېدونکي په روژه کې د ځینو خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

د بادغیس د مرکز اوسېدونکي په روژه کې د ځینو خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
24 Mar 2024 - 14:49
د بادغیس د مرکز اوسېدونکي په روژه کې د ځینو خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
24 Mar 2024 - 14:49

قلعه‌نو (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار ځینې اوسېدوني په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غوړو او بورې د بیو له لوړېدو شکایت کوي چې د یاد ولایت ښاروالي د لومړنیو توکو د بیو کنټرول لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر وکوي.

د باغیس دغه اوسېدونکي ادعا کوي چې هر کال د روژې میاشتې په راسېدو سره د ځینو لومړنیو خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړیږي.

د قلعه‌نو ښار یوه اوسېدونکي محمدرفیع پژواک خبري اژانس ته وویل: «د روژې مبارکه میاشت د فیض او برکت میاشت ده، په دې میاشت کې باید بیې ټیټې شي او له اړمنو سره مرسته وشي.»

هغه وویل: «مخکې یو لس لېټره بوتل غوړي په ۷۵۰ افغانیو وو، خو اوس ۹۰۰ افغانیو ته رسېدلي، یو کیلو بوره له روژې مخکې په ۶۰ افغاني وه خو نن ۸۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»

هغه د قلعه‌نو له ښاروالۍ غواړي چې د بیو ټیټولو برخه کې پاملرنه وکړي.

د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکی محمد انوري په روژه میاشت کې د ځینو توکو په ځانګړې توګه د غوړو او بورې بیو له لوړېدو شکایت کوي او د بادغیس له ښاروالۍ غواړي د هټۍوالو له لوري د بیو لوړولو مخنیوی وکړي.

هغه له هټۍوالو وغوښتل: «د روژې میاشت د فیض او برکت میاشت ده، موږ له دوکاندارانو غواړو چې بیې لوړې نه کړي، له انصافه کار واخلي، ګناه لري.»

په قلعه‌نو ښار کې یوه هټۍوال محمدعارف وویل: «د بورې بیه ځکه لوړه شوې چې موږ یې له هراته راوړو، باید مسوولین پر سوداګرو فشار راوړي څو بیې ټیټې کړي.»

د قلعه‌نو ښاروال وايي چې له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.

د قلعه‌نو ښاروال نظرمحمد وثیق پژواک ته وویل چې د دې ادارې د څار کمېټه هر ورځ په دوامدار ډول بیې کنټرولوي او د بیو له لوړېدو مخنیوی کوي.

هغه وايي چې هره ورځ په بازار کې نرخونه په جدي ډول کنټرولوي، که څوک له ټاکلې بیې ډېرې پیسې واخلي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه زیاته کړه: «موږ هره ورځ له بازاره نظارت کوو او یوازې د غوړو او بورې بیې لوړې شوې چې دغه توکي له هراته راوړل کېږي، په هغه ولایت کې یې بیې لوړې دي.»

د هغه په وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د بازار کنټرول لپاره یوه کمېټه جوړه شي چې په راس کې به یې د ولایت په کچه مسوولین هم موجود وي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.