مېمنه (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د فاریاب د مرکز میمنې ښار لسګونه هټۍوال د هټیو کرایو له دوه چنده کېدو شکایت کوي او وايي، د هټیو مالکانو په خپل سر کرایه دوه چنده ډېره کړې ده.
هغوی په داسې حال کې یوځای د میمنې ښاروالۍ ته ورغلي چې دغه ښاروالي د هټۍوالو خبرو په تایید وايي، د کرایو کنټرول لپاره یوه کمېټه ګومارل شوې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر کرایه لوړه کړي.
میمنې ښار کې د مارکېټ کوڅې یو هټۍوال حاجي محمدالله وايي، د هټیو مالکین د هټۍوالو له مجبوریته ګټه پورته کوي؛ د تېر کال په پرتله یې کرایه دوه چنده ډېره کړې ده.
نوموړي وویل، تېر کال د یوه دوکان کلنۍ کرایه له ۸۰ تر ۱۰۰ زره افغانیو وه خو سږ کال په دې پلمه چې هټۍ یې بیارغولې، کرایه یې تر ۲۰۰ زره افغانیو لوړه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «هر هټۍوال په خپلو سیمو کې له لس تر شل کلونو فعالیت کړی او خپله ډېره سرمایه یې خلکو ته پور ورکړې، د هټیو مالکان پوهېږي چې که موږ له هټیو ووځو نو پورونه مو له لاسه ورکوو، هغوی زموږ له همدغه مجبورۍ ګټه پورته کړې او د تېر کاله په پرتله یې کرایه دوه چنده کړې، هیلهمن یو چې ښاروال صاحب خپل ژمنه په عمل کې ثابته کړي.»
د کوهيخانې سړک هټۍوال شېراحمد وايي، پر دغه سړک د هټیو مالکان د خلکو له مجبوریته ګټه پورته کوي او کرایې یې له ۱۰۰ زره څخه ۳۰۰ زرو افغانیو ته لوړه کړې او د کال په پیل کې د ټول کال کرایه په یوځای غواړي.
هغه وویل، ډېری هټۍوال او کسبهکاران لوړې کرایې او کاروبار نشتون له امله زیانمن شول او هېواد یې پرېښود.
یو بل هټۍوال محمدزمان وايي، تېر کال یې د هټۍ کرایه ۲۴۰ زره افغانۍ وه خو مالک سږ کال کرایه تر ۳۵۰ زره افغانیو لوړه کړې او ورته مهال، ۷۰۰ زره افغانۍ یعنې د دوو کلونو کرایه یې یوځای غوښتې ده.
هغه وویل، د هټۍ مالک ورته مهلت ورکړی، که تر دوو ورځو ۷۰۰ زره افغانۍ یعنې د دوو کلونو کرایه ورنه کړي، باید دوکان خالي کړي.
د میمنې ښار د خوراکي توکو پلورنځيو یو استازی غلامسخي بیدکي وايي، د هټیو کرایو لوړول ظلم دی، باید مخه یې ونیول شي.
بیدکي وویل: «د کرایو لوړولو لپاره د هټیو مالکانو دلیل دا دی چې هغوی خپلې هټۍ بیارغولې دي، دا چې خپل ملکیت یې اباد کړی، باید پر نورو خلکو ظلم ونه کړي.
د یادونې ده، د میمنې ښاروالۍ تېر کال یو بېمخینې اقدام وکړ، د ښار ټول دوکانونه یې چې د ۵۰ تر ۸۰ کلونو تېرېدو له امله پر یوې کنډواله بدل شوي وو، پر مالکانو یې ورغول او ټولو هټیو ته یې د یو ډول پیک/ لمرنیوونکي سفارش ورکړ.
د مېمنې ښاروال داملا ګلاحمد مبشر تاییدوي چې د میمنې ښار یو شمېر ساحو کې د هټیو کرایه دوه تر درې چنده لوړه شوې خو هغه درې اونۍ مخکې د هټیو مالکانو ته په خطاب یوې اطلاعیه کې ویلي وو چې ټولنه کې بېکارۍ او فقر ته په کتو هیڅوک د کرایې لوړولو حق نه لري.
مبشر وویل، ځیني وختونه خپله هټۍوال او کسبهکاران هم د هټیو کرایو لوړېدو لامل وي.
د هغه په خبره، کله چې د کرایهدار قرارداد ختمېږي، بل کس د هټۍ مالک پسې ورځي، د موقعیت ارزښت ته په کتو کرایه دوه تر درې چنده لوړوي، هم خپله ځان تر دروند بار لاندې راولي او هم مخکنی کرایهدار زیانمنوي.
هغه زیاته کړه، د ښاروالۍ اړوند هټیو کرایه د تېر کال په پرتله ټیټه شوې او د مارکېټ په کوڅه کې د برېښنا شرکت هټیو کرایه له ۳۰۰ زرو څخه ۱۰۰ زره افغانیو ته ټیټه شوې او ټاکل شوې چې د نورو ارګانونو د هټیو کرایې هم ټیټې شي.
د ميمنې ښاروالي وايي، نن یې د هټیو له مالکانو سره د خبرو او هټیو کرایې ټیټولو او کنټرول لپاره یوه کمېټه ګومارلې څو د تېر کال د قرارداد له مخې له هټۍوالو سره معامله وشي، که څوک د ښاروالۍ له لایحې او د حکومت له پالیسۍ سرغړونه وکړي، جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن