اسعداباد (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د کونړ د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې د نريرنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د یادې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست ویاند ایازخان ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته ۷ زره ۳۶۰ مشکوکو ناروغانو مراجعه کړې وه چې له ډلې یې ۵۲۹ کسان د نريرنځ پر ناروغۍ اخته ثابت شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کې بیا ۹ زره ۳۳۹ تنه مشکوکو ناروغانو مراجعه کړې چې له ډلې یې ۹۱۲ کسان پر دې ناروغۍ اخته ثابت شوي دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم په ۱۴۰۲ کال کې د نريرنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی، خو په خبره یې چې روغتیایي اسانتیاوو ته د لاسرسي له امله بیا له یادې ناروغۍ د مړینې کچه ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «پر توبرکلوز د اخته کسانو شمېر زیاتېدل د اندېښنې خبره نهده، زموږ روغتیایي اسانتیاوې زیاتې شوې دي، د خدای رحم دی چې د مړینې کچه هم ټيټه شوې، په ۱۴۰۱ کې ۹ کسه مړه شوي وو، خو په ۱۴۰۲ کې بیا د یادې ناروغۍ له امله ۴ کسان مړه شوي دي.»
هغه وویل، د اسعداباد ولایتي روغتون په ګډون د دغه ولایت په ماڼوګي او څوکۍ ولسوالیو کې د نريرنځ ناروغۍ د معلومولو سیسټم «Gen Expert» رامنځته کېدل او نورو روغتیایي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی د دې لامل شوی چې د یادې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ټيټه شي.
په همدې حال کې، د کونړ د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي معلوماتو سیسټم مسوول ډاکټر خانمحمد مومن وویل، نریرنځ یا سل يوه ساري ناروغي ده چې په اسانۍ سره يې مخنیوی کېدای شي، خو که یې په سمه توګه تشخیص ونهشي د انسان د مرګ لامل ګرځي.
هغه وایي، د روغتیايي لارښوونو نه مراعتول، د محافظوي وسایلو نه استعمال، کمزوری اقتصاد، د غذایي موادو کمښت او کډوالي هغه ستونزې دي چې له امله یې دغه ولایت کې پر نريرنځ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
هغه زیاته کړه: «خلکو ته پهکار ده چې له توبرکلوز سره مبارزه وکړي، غذایي رژیم غښتلی کړي، روغتیایي لارښوونې عملي او محافظوي وسایل وکاروي چې دغه ناروغي په ټولنه کې له منځه ولاړه شي.»
ورته مهال هغه کسان چې پر یاده ناروغۍ اخته دي، خوښي ښیي چې درملنه یې په وړیا توګه ترسره کېږي.
د اسعداباد ښار د دوشاخېلو اوسېدونکی شاهدالله چې د نريرنځ پر ناروغۍ اخته دی، وايي، پرلهپسې ټوخی او تبه یې درلوده او زیاتوي چې په ولایتي روغتون کې له تخشیص وروسته ورته معلومه شوه چې پر نريرنځ اخته دی او اوس یې په وړیا ډول درملنه کېږي.
د مارچ ٢۴مه نېټه چې د نريرنځ ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په دې موخه نمانځل کېږي چې د یادې ناروغۍ د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي او وهڅول شي چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور پر اساس، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ټول هېواد په کچه د نريرنځ ناروغۍ ۸۰ زره پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۷۶ زره یې عادي او درې زره او ۷۰۰ یې سختې بلل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن