کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د عدليې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ښار اتمي حوزې اړوند میرویس ښارګوټي کې څه باندې ۱۰۰ جریب امارتي (سلطاني) ځمکه استرداد کړه.
د عدليې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو استرداد کمېسیون د امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوو ځمکو قضایاوو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس راګرځولې ده.
سرچينه زياتوي: «یاد کمېسیون د میرویس ښارګوټي موضوع بررسي کړې وه او د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه یې د امارتي غصب شوو ځمکو قضایاوو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه؛ یادې محکمې د موضوع له بررسۍ وروسته د ۱۴۴۵ کال د جماديالثاني میاشتې په ۱۲مه د یوې پرېکړې په ترڅ کې د یاد ښارګوټي ۴۰۰ جریبه ځمکه د سندونو او شخصي قبالو پر اساس شخصي او پاتې یې امارتي وبلله.»
د سرچينې معلوماتو له مخې، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په ساحه کې خطونه واچول شول او شخصي ځمکې یې له امارتي ځمکو تفکیک او په ساحه کې یې موجوده امارتي ځمکه استرداد کړه.
Views: 66