کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرۍ خونې رییس د «کازان» راتلونکې غونډې ته بلل شوي دي.
کازان فورم د روان میلادي کال د مې له ۱۴مې تر ۱۹مې د شپږو ورځو لپاره ترسره کېږي.
نن د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت یوه پلاوي ته د روسیه - اسلامي نړۍ غونډه (کازان فورم) کې چې د روان میلادي کال په مې میاشت کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روسیې فدراسیون اړوند د تاتارستان جمهور رییس رُستم مینیخانوف د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د سوداګرۍ خونې رییس محمدیونس مومند ته هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP