ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په درشل کې د کابل ښار اوسېدونکي د وچو مېوو بیو ټیټېدو ته‎ خوښ دي

6 Apr 2024 - 13:22
6 Apr 2024 - 13:22

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): نن د روژې اوویشتمه ده او د کابل ښار بازارونو کې ډېره ګڼه‌ګوڼه لیدل کېږي، هغه خلک چې د اختر لپاره د توکو پر پېرلو بوخت دي، د وچې مېوې بیې له ټيټېدو خوښ دي.

احمد‌فرهاد چې د کابل منډوي ته د وچې مېوې او کلچو پېرلو لپاره راغلی، دا چې د وچې مېوې بیې ټيټې شوې خوښ دی او وايي چې د اړتیا وړ ټول توکي یې پېرلي دي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال د ځینو توکو لکه د وچې مېوې، جامو او څپلیو بیې ټيټې شوې او د نرخپاڼې مطابق پلورل کېږي، ومې کولی شو چې د اختر ټول شیان واخلم.»

ورته وخت کې یو بل اوسېدونکی فضل‌الحق هم د ځینو توکو د بیو ټيټېدو له امله خوښ دی او ویې ویل چې د خپلې اړتیا وړ ټول توکې یې اخیستي دي.

هغه وویل: «د پخوا په نسبت هر څه بیې ټيټې شوې، شتمن ښه دي اخیستی یې شي، خو بې‌وزله یې چې نه لري، هغوی ته قیمته ده، له اسلامي امارته غواړم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه خلک بې‌وزله دي.»

هټۍوال د پلور کچې له لوړېدو خوښ دي

د کابل د منډوي یوه هټۍوال لعل‌جان هوتک پژواک ته وویل: «د وچې مېوې بیه نسبت تېر کال ته ډېره ارزانه شوې، په هره کیلو کې له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې ازرانه شوې ده.»

نوموړی وایي چې پلورنځي کې یې ۸۰ سلنه وچه مېوه داخلي او ۲۰ سلنه بهرنۍ ده چې د دواړو بیې ټیټې شوې دي.

د هغه په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټيټېدل او د وچې مېوې حاصلاتو ډېرېدو له امله د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي.

یاد هټۍوال وایي چې فروشات یې ډېر شوي؛ د ورځې له څلوېښتو تر پنځوسو منو وچه مېوه پلوري.

دغه‌راز یو بل دوکاندار رییس‌خان هم د وچې مېوې بیو ټيټېدو او د خپلو فروشاتو ډېرېدو خبره کوي او وایي: «سږ کال خلک اختر ښه لمانځي او د تېر کال په پرتله بازار ښه شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «تېر کال د یوې کیلو پستې بیه ۸۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال په ۶۵۰ افغانۍ ده، د یوه کیلو شنګل‌خاني ممیزو بیه ۷۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۴۰۰ افغانۍ ده، یو کیلو بادام په ۹۰۰ وو، اوس په ۸۰۰ افغانۍ دي او یوه کیلو هندي کاجو ۸۰۰ افغانۍ وه خو سږ کال په ۶۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، یعنې د وچو مېوو بیو کې په اوسط ډول ۲۰۰ افغانۍ کموالی راغلی دی.»

دغه‌راز د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې یو دوکاندار محمد‌ظاهر محمدي هم د پلور کچې لوړېدو ته ‎خوښ دی او وایي چې هر کال د اختر په شپو او ورځو کې یې فروشات ډېریږي.

د لیلامیو بوټونو یو پلوونکی ښایسته‌خان وایي: «خلک غریب دي، ډېری له لیلامي بوټونو اخلي چې کیفیت یې غوره دی، خو د تېر کال په پرتله زموږ فروشات کم شوي، بیا هم ښه دی بازار یې ډېر بد نه دی.»

هر کال د اخترونو په را رسېدو د خیاطانو کاروبار هم ښه کېږي

د کابل ښار د بهارستان سیمې یو خیاط احمد کیهان عابد وایي چې سږ کال یې د تېر کال په پرتله کار ښه دی او تر اوسه د ګڼدلو لپاره جامي اخلي.

نوموړي وویل: «تېر کال مې اته سوه جوړې جامې ګڼدلې وې، خو سږ کال مې تر ۱۰۰۰ جوړو جامې ګنډلي، لا هم خلک رخت راوړي.»

هغه وویل چې پر یوې جوړې له ګنډلو، رخت او ډيزان سره ۱۶۰۰ افغانۍ لګښت راځي.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version