ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا اونۍ کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي

دا اونۍ کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي

author avatar
6 Apr 2024 - 13:01
دا اونۍ کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې دي
آرشیف
author avatar
6 Apr 2024 - 13:01

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د مالیزیايي غوړو بیه ټيټه شوې ده.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، ‎د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۱۰۰ څخه ۳۱۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې بورې ته د تقاضا ډېرېدو له امله د هغه بیه هم لوړه شوې؛ ځکه چې تل د روژې په میاشت او د اختر په رانږدې کېدو سره د بورې بیه لوړیږي.

هغه وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۴۲۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

صافي وویل چې د سالنګ لارې پرانیستل کېدو او د وارداتو ډېرېدو له امله په کابل ښار کې د مالیزیايي غوړو بیه رالوېدلې ده.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ ده او یو لېتر ډېزل په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.‎

دغه راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکی محمد‌شریف وایي، نن هم د اوو ورځې مخکې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۵۵ افغانیو پلوري.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۲۰۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۱۵۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۱۵ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۲ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبې د ‎یوه امریکايي ډالر د پېر بیه‎ ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېدې.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.