میمنه (پژواک،۱۹ وری ۱۴۰۳): د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب د مرکز میمنې ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د توکو بیې هم ټیټې شوې او سږنی اختر به په خوښي ولمانځي.
په همدې حال کې، په دغه ولایت کې خیاطان، رخت او مېوه پلورونکي هم د خپل کاروبار له غوړېدو خوښي څرګندوي.
بلخوا، ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کوچني اختر ښه لمانځلو ته یې ټول لازم تدابیر نیولي دي.
په میمنه ښار کې خیاط محمدنسیم وايي کاروبار یې د تېر کال په پرتله د سږ اختر په درشل کې د پام وړ غوړېدلی، د تېر کال په کوچني اختر کې یې ۸۰۰ جوړې کالي ګنډلي وو خو سږ کال یې دوه برابر کالي د ګنډلو لپاره اخیستي دي.
هغه د خیاطۍ کار غوړېدو لامل په هېواد په ځانګړې توکه فاریاب کې د امنیت ټینګښت بولي او زیاته یې کړه: «جنګ ختم شوی، د ولایت په کچه امنیت تامین دی، زیات خلک له ولسوالیو او کلیو ښار ته راغلي، جامې یې اخیستي څو اختر په خوشحالۍ سره تېر کړي.»
د میمنې ښار پر جمهوریت سړک یو بل خیاط روحالله له خپل کاروباره د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل چې د تېر کال په اختر کې یې د ۱۲ شاګردانو پر مټ ۹۰۰ جوړې کالي ګنډلي وو، خو سږ کال دغه شمېر ۱۶۰۰ جوړو ته رسیږي.
هغه هم د خپل کاروبار غوړېدو لامل د امنیت ټینګښت او د توکو د بیو ټیټېدل وښودل او ویې ویل، د بل هر کال په پرتله سږ کال خلک د اختر لمانځلو لپاره په ډېرې لېوالتیا چمتووالی نیسي.
یو بل خیاط نوراحمد وايي، یو جوړه کالي په ۲۵۰ افغانۍ ګنډي، خو ځیني فرمایشونه چې ډېر وخت او لګښت غواړي له ګنډلو یې تر ۵۰۰ افغانیو پورې هم اخلي.
د میمنې ښار یوه اوسېدونکي فضلحق وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله د اختر مېوه او رختونه ارزانه شوي، ځان ته یې دوه جوړه کالي او دغه راز مېوه اخیستې څو د اختر ورځې په ښه توګه ولمانځي.
د میمنې ښار په کوهيخانه جاده کې رخت پلورونکی ارمان صالحي وايي چې د رخت بیه د تېر کال د اختر پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه ټيټه شوې ده.
نوموړی د رختونو د بیې ټیټېدو لامل د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټیټېدل بولي او ویې ویل چې تېرکال یو متر ښه رخت ۲۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس په ۱۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال مو خرڅلاو د تېر کال د اختر په پرتله ډېر شوی، خلک په ځانګړې توګه د فاریاب ځوانان د ښه کیفیت درلودونکی، شیک او ګران بیه جنس ډېر پېري، کله چې موږ له کابل، مزار او هراته رخت اخلو، عمده پلورونکي وايي چې د لوکس او قیمتي جنس مشتریان له فاریاب ولایت څخه دي.»
د میمنې ښار د دهقان جادې هټۍوال حسیبالله وايي چې د تېر کال په پرتله بیې ۳۰ سلنه
ټیټې شوې، خو خلک د پېرلو توان نه لري.
هغه وویل: «تېر کال یو کیلو پسته په زر افغانۍ، یو کیلو بادام په ۷۰۰ افغانۍ او یوه کیلو کلچې په ۱۵۰ افغانۍ وو او اوسمهال اعلی پسته په ۷۰۰ افغانۍ، بادام ۴۵۰ افغانۍ او کلچه په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو لیدل کېږي چې د خلکو اقتصاد ضعیف دی او بازار کمرنګه دی.»
د میمنې ښار د چهارسموار جاده کې بوټ پلورونکی حاجي سیفالله وايي، که څه هم پېرودونکي یې شیک او با ارزښته جنس ډېر پېرې خو د تېر کال په پرتله یې خرڅلاو کم شوی دی.
د میمنې ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې فېروزه د توکو او مېوو د بیو په ټیټیدو خوښي څرګندوي او وايي، تېر اختر یې د کورنۍ د جامو او مېوې پیسې اته زره افغانیو ته رسېدلې وې او سږ کال یې هماغه اندازه توکي په پنځه زره افغانې وپېرل.
یاده مېرمن هیله څرګندوي چې د کوچني اختر ورځې پخیر تېرې شي او د روژې د میاشتې له برکته هېواد کې دایمني سوله او امنیت ټینګ او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
د میمنې ښار اوسېدونکی نصرت یاور د میوې او جامو بیو ټیټوالی د خلکو په خیر ګڼي او زیاتوي، سږ کال به اختر په غوره ډول ولمانځي.
بلخوا، د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی شمسالدین محمدي وايي، سږ کال به کوچنی اختر د نورو کلونو په پرتله غوره او متفاوته ولمانځل شي؛ ځکه سوله او امنیت ټینګ شوی، بیې ټیټې شوي او امنیتي ارګانونو د اختر ورځو لپاره اړین تدابیر نیولي دي.
محمدي وویل، که څه هم د خوراکي توکو، جامو، مېوو او د نورو اړتیا وړ توکو بیې ټیټې شوي خو بیا هم د ولایت مشرتابه یوه کمېټه ګومارلې چې نرخونه کنټرول کړي او دوکاندارانو ته اړینې سپارښتنې وکړي څو د اختر مخکې او د اختر په ورځو کې توکي په لوړه بیه ونه پلوري.
هغه زیاته کړه: «د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، بیا هم له خیرخواه خلکو او سوداګرو غواړو چې د اختر په ورځو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.»
د یادونې ده، فاریاب کې دود داسې دی چې خلک د اختر له لمونځ وروسته د خپلوانو قبرونو ته دعا کوي او وروسته له هغه د مشرانو او هغو کورنیو لیدلو ته ځي چې خپل د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي وي او د دویمې ورځې په سهار جومات کې دسترخوان هواروي او یو بل ته د اختر مبارکي وايي، بیا ډله ډله د خپلوانو او ملګرو کورونو ته ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP