ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه ښار کې د سوالګرو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

13 Apr 2024 - 13:12
13 Apr 2024 - 13:12

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي او هټۍوال وایي، په ښار کې د سوالګرو ښځو او ماشومان شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یوه هټۍوال حاجي شېراغا پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې د پخوا په پرتله سوالګر ډېر شوي دي.

هغه وايي: «خلک بې‌روزګاره دي، دندې نه لري، زه شل کاله کېږي دلته دوکان کوم، داسې څېرې ما نه وې لېدلې، اوس چې کوم خلک سوال کوي، دا یې د مجبورۍ له مخې دغه کار ته مخه کړې ده. «

د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکی عبدالواحد وايي، د پخوا په پرتله د سوالګرو شمېر ډېر شوی او حکومت ته په‌کار ده چې د مخینوي لپاره یې لاس په کار شي.

نوموړي وویل: «اوس چې راځي اکثریت یې زما په نظر د مجبورۍ له مخې دي، خو باید ووایم چې ځیني کسان په‌کې حرفوي هم شته چې همېشه او له کلونو راهیسي یې دا کاروبار ګرځولی دی. «

خو بل لور ته هغه کسان چې په ښار او شاوخوا سیمو کې سوال کوي وايي، له مجبوریته یې دغه کار ته مخه کړې ده.

د لښکرګاه ښار شمالي څنډې ته د ګډوالو پخواني پنډغالي سيمه کې د بسم‌الله په نوم یو ۶۵ کلن سپین‌ږیری چې خیرات اخیستو ته ناست دی وايي، ناروغ دی او په کور کې هم د زامنو دوه کونډې ورته پاتې دي.

هغه وایي: «مجبوره یم، د خوارۍ او ګټي وټې څوک نه لرم، دوه کونډې کور کې راته ناستې دي، هره ورځ راځم، دلته ښار کې ګډایي کوو، له همدې لارې د کور لګښتونه پوره کوم.»

هغه له حکومت او خیریه بنسټونوغواړي چې لاسنیوی یې وکړي.

بل لور ته بیا په هلمند ولایت کې د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست امر مولوي سید عبدالقیوم طالب‌اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو ۱۳ میاشتو کې یې په لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې سلګونه سوالګر ټول کړي او په خبره یې چې له اړمنو کسانو سره یې مرستې هم کړې دي.

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې سوال کول او خیرات ټولول یې خپل مسلک ګرځولی، قانوني چلند به ورسره وکړي.

هغه وایي: «موږ په دې ۱۳ میاشتو کې په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۷۰۰ سوالګر راټول کړي، له دغو کسانو څخه ۹۰۰ تنه مستحق پېژندل شوي، له هغوی سره مرستې هم شوې دي، کوم کسان چې سوال کوي او د ځان لپاره یې حرفه ګرځولی، هغوی سره مو قانوني چلند کړی دی.»

نوموړی زیاتوي، یو شمېر هغه مسلکي سوالګر چې نیول شوي وو، اوسمهال د کورنیو په ضمانت خوشې کېږي او که د بیا ځل لپاره ونیول شي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل شي .

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version